غوره د خلکو څوک ده؟

ترتيب کوونکى:نورالله سعيد
① خیرکم من تعلم القرآن وعلمه.
بهترين أو غوره ستاسو هغه څوک ده چي قرآنکريم زده کړي أو بيا يې نورو وښيي.

② خيارکم أحسنکم أخلاقا.
غوره ستاسو هغه څوک دى چې دغوره أخلاقو څښتن وي.

③ خيرکم أحسنکم قضاءً.
غوره ستاسو هغه څوک ده چي د يو چا قرض په ښه طريقه ور أداء کوي.

④ خيرکم من يرجی خیره ويؤمن شره.
غوره ستاسو هغه څوک دى چې د خیر طمعه ترې کیږي، أو له شره يې خلک په أمن وي.

⑤ خيرکم خیرکم لأهله.
غوره ستاسو هغه څوک دى چي د خپل کور أو أهل و عیال لپاره خير وي.

⑥ خیرکم من أطعم الطعام و رد السلام.
غوره ستاسو هغه څوک دى چې خلکو ته ډوډۍ ورکوي،أو د سلام جواب ورکوي.

⑦ خيارکم ألينکم مناکبَ في الصلاة.
غوره ستاسو هغه څوک دې چي أوږې يې نرمې وي په لمانځه کي، يعني په صف کي و خلګو ته ځای ورکوي.

⑧ خيارکم إذا رُؤُوا ذُکِرَ اللهُ.
غوره ستاسو هغه څوک دى چې په ليدلو سره ألله تعالى سړي ته ور ياد شي.

⑨ خيرالناس من طال عمره وحسن عمله.
غوره ستاسو هغه څوک دى چې عمر يې أوږدوي أو عمل يې نيک وي.

(۱۰) خيرالناس أنفعهم للناس.
غوره د خلکو هغه څوک دى چې ګټه يې خلکو زياته ته رسيږي.

(۱۱) خيرالناس في الفتن رجل أخذ بعنان فرسه خلف أعداء الله يخيفهم و يخيفونه أو رجل معتزل في بادية يؤدي حق الله الذي عليه.
غوره ستاسو د فتنو په دور کښي هغه څوک ده چي د خپل آس ملونه يې نيولي وي أو د ألله دښمنان تعقيبوي، دی هغه ويروي أو هغوۍ دی ويروي، أو يا هغه څوک ده چي له عالمه جلا په يو صحراء کي أوسيږي أو د ألله حق أداء کوي يعني د هغه عبادت کوي.

(۱۲) خيرالأصحاب عندالله خيرکم لصاحبه، وخيرالجيران عندالله خيرکم لجاره.
بهترین له ملګرو هغه ده چي د خپل ملګري لپاره خير وي، أو بهترين له همسايګانونه هغه ده چي د خپل همسايه لپاره خير وي.

(۱۳) خيرالناس ذوالقلب المخموم، واللسان الصادق. قيل: مالقلب المحموم؟ قال: هوالتقي النقي الذي لا إسم فيه ولابغي ولاحسد.
غوره له خلګو هغه ده “مخموم” زړه ولري، أو ريښتينې ژبه ولري، چا پوښتنه ورڅخه وکړه چي” مخموم” زړه څه ده؟ هغه ورته وويل چي ” مخموم” هغه زړه ده چي پرهيزګاره وي أو پاک و صاف وي، نه ګناه پکښي وي، نه سرکښې أو تجاوز، أو نه هم حسد.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button