خزان ته! – کاروان

 

وخانده او وخانده خزانه راته وخانده

ستا له ژوبل ژوبل پاڼې پاڼې ګل نه زار شمه

ستا په تښتېدلي رنګ مين يمه

اې ژېړه خزانه راته وخانده

اې د رنځورانو ترجمانه راته وخانده

ستا د ولې ژېړې نرۍ پاڼې چې رپ رپ کوي

ماته د جونګړو رپېدونکې ډېوې يادې شي

جوړ مې له احساس نه شي ياغي پتنګ

ساه واخلي ژوندی شي په څرخونو شي

واچوي اتڼ د پلوشو د سره ګنبد لاندې

لولپه شي وسوځي لوخړه شي

پټ د رڼو اوښکو په مزار کې شي

شمع رپوي پرې د لمبو جنډه

زه يې د مزار په سر

ستا د پاڼې پاڼې ګل په څېر شعرونه وشيندم

ای خوږه خزانه راته وخانده

زار دې د يتيم غوندې څېرې نه شم

زار دې له سپېرو ياغي يادونو شم

نه دي د چنار زرينې پاڼې دا

پورته په اسمان کې چې ګډا کوي

دغه د طلاوو زرين توري دي

ښکل ې کړه په شونډو د اسمان پاڼه

وليکل شعرونه لېوني شاعر

ای د لېونو څيرې ګرېوانه راته وخانده

ته خو يو فردوس يې خو په غېږ د دوزخونو کې

ژېړ زبېښلی ګل يې د اغزو په خنجرونو کې

ته خو د شاعر د ‌ک زړګي فريادي کړيکه يې

اوښکه يې سلګۍ يې د خندلي زخم څړيکه يې

ای د يوه ترخه ژوندون داستانه راته وخانده

وخانده او وخانده خزانه راته وخانده

پير محمد «کاروان»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: