د هرات د مرمرو تولیدات ۳۵سلنه زیات شوي

عزم(پنج‌شنبه، ۲۶، مرغومی، ١٣٩٨ل): د هرات د کانونو ریاست وايي، په روان کال کې د مرمرو د ډبرو تولیدات د تېرو کلونو په پرتله ۳۵سلنه زیات شوي دي.

د هرات د کانونو رئیس ضیاءالحق پوپل وايي، په روان کال کې د دغه ولایت د مرمرو د ډبرو تولیدات ۵۱۲۱۵ټنه وو، چې  سږ کال د مرمرو ډبرې د تېر ۱۳۹۷ کال په نسبت ۱۳۴۶۳ ټنه زیاتوالی ښيي.

دی وايي، د هرات په ځینو سیمو کې د مرمرو د ډبرو پراخ کانونه دي او په تدریجي ډول به ټول استخراج شي.

د پوپل په خبره، خصوصي سکتور باید د مرمرو ډبرو په استخراج کې پانګونه وکړي او دولت به یې تولیدات د افغانستان د ولایتونو سربېره نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د هېواد په ګڼو سیمو کې د مرمرو، شوکاڼي او نورو قیمتي ډبرو کانونه شته، چې د بېلابېلو لاملونو له مخې تراوسه په خپل حال پاتې دي او یا په نامسلکي ډول د زورواکانو له لوري استخراجېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button