شنونکي: اشرف غني او ډله یې د اوربند غوښتنه دخپلو ګټه لپاره مطرح کوي

جاوید کوهستانی وایي، اشرف غني او ډله یې په هیڅ صورت نه غواړي دا توافقنامه لاسلیک شي، ځکه د سولې په راتګ کې د دغه ټیم له واک څخه د پرزیدو او د ګټو د له منځه وړلو خطره ده او د سولې پرضد له هرې سوژې چې د واکمن ټیم د بقاء په ګټه وي، کار اخلي.

عزم(پنجشنبه،۲۶مرغومی ،۱۳۹۸):وروسته تر هغه چې ځینو رسنیو خبر ورکړ چې ګواکې طالبانو له امریکایي لوري سره منلې چې د جګړو او تاوتریخوالي په ګراف کې به کمښت راولي، د ارګ بیلابیلو چارواکو دا اقدام غندلی او پر طالبانو یې غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کموالي پرځای دې بشپړ اوربند ته غاړه کیږدي.
د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي، دوهم مرستیال یې “سروردانش”د سولې وزیر “سلام رحیمي” د ملي امنیت سلاکار “حمدالله محب” او د نوموړي د ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال”امرالله صالح” چې تر انتخاباتي بریا وړاندې ځان رسمي مرستیال ولسمشر بولي، د طالبانو له خوا دا اقدام د تأسف وړ بللی او د سرتاسري اوربند د پلې غوښتنه یې کړې ده.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ پر  ټولو مسائلو توافقات کاملاً نهایي کچې ته رسیدلي او اوس په یو لړ تخنیکي مسائلو، داچې د شوې توافقنامې تضمین به کوم هیوادونه کوي او د توافقنامې د لاسلیک پر وخت او ځای خبرې روانې دي.

نوموړی وایي، یواځنی اختلافي ټکی چې ده، هغه د ډاکتر غني تر واک لاندې واکمن ټیم ده چې دا ډله په هیڅ صورت نه غواړي دا توافقنامه لاسلیک شي، ځکه د سولې په راتګ کې د دغه ټیم له واک څخه د پرزیدو او د ګټو د له منځه وړلو خطره ده او د سولې پرضد له هرې سوژې چې د واکمن ټیم د بقاء په ګټه وي، کار اخلي.
د چارو کارپوه احمد سعیدي هم د ارګ پر دریځ نیوکه کوي او زیاتوي چې د امریکایانو او طالبانو طرحه یوې او د کابل حکومت د څو واکمنو حکومت نما څیرو طرحې بلې خوا؛  هیڅ جوړجاړی نه لري.

نوموړی وایی چې اوس وخت کې د سولې لپاره د بشپړ اوربند د طرحې غوښتنه کاملا د سولې ضد کړنه ده ځکه عواقب یې ټولو لوریو ته ناوړه بریښي.

د چارو یو شمیر څارونکي د ارګ له خوا پر اوربند ټینګار ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې ښایي ارګ د ممکنه اوربند پر مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ د اعتبار کمزوري کولو لپاره، د استخباراتي کړیو په مټ پیچلي بریدونه ترتیب کړي.
د چارو کارپوه حسن حقیار عزم ته د یوې مرکې پرمهال وویل: طالبان او امریکایي لوری ځکه د تاوتریخوالي پر کموالي ټینګار کوي، چې د بشپړ اوربند پرمهال ممکنه ده ځینې هغه داخلي او بهرنۍ کړۍ چې په سوله کې یې ګټې له خطر سره مخ کیږي، له موقع څخه په استفادې، پیچلي بریدونه طرحه او پلي کړي چې دا به مستقیما د طالبانو او امریکا ترمنځ پر ترلاسه شوي اعتماد دروند ګزار وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: