هند: کوڅه ډبو سپيانو یوه روغتون کې نوی زيږيدلی ماشوم خوړلی

عزم(جمعه، ۲۷ مرغومی ۱۳۹۸): هندي رسنۍ وایی چې د دغه هیواد فاروق اباد سیمې په یوه روغتون کې کوڅه ډبو سپیانو د یوه روغتون په عملیات خونه کې یو ماشوم هغه مهال خوړلی او وژلی چې درې ساعته وړاندې زیږیدلی وو.

راپور کې د ماشوم د کورنۍ د غړو له خولې راغلي چې سپي د روغتون د يوې پرانيستي کړکۍ له لاري د شخصي روغتون عمليات خوني ته ننوتلي او هلته يي دغه ماشوم چي يوازي پروت وو، داړلی او وژلی دی.

د دغې بیښې د څیړونکې ډلې مشر پراکاش فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د پیښې د تایید ترڅنګ ویلي چې ماشوم داسې روغتون کې وو چې د فعالیت اجازه یې نه درلوده او ډیری کارکوونکو باندې یې داوا ثبت شوې ده.

پراکاش ویلي چې د نوي زيږيدلي ماشوم ټول بدن زخمي سوی وو او عدلي طب به نور جزئیات هم روښانه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د روغتون مشر په لومړیو کې غوښتل قضیه بل ډول وښیي او د ماشوم کورنۍ ته یې ویلي وو چې ماشوم مړ پیدا سوی، خو وروسته چې د ماشوم کورنۍ ته اصلي کیسه روښانه شوه بیا یې د خولې پټې نیولو په بدل کې ورته د پیسو ورکولو وړاندیز کړی وو خو هغوی یې په وړاندې پولیسو کې دعوه ثبت کړې.

د یادونې وړ دی چې په هند کې دا لومړی پیښه نده بلکې تر دې وړاندې هم لیرې پرتو سیمو کې د دا ډول پیښو خبر ورکړل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button