بې خوبي (Insomnia)

 

بې خوبي په بدن کې د بلې کومې عارضي له کبله رامنځته کيږي او اکثره وخت د چای د زيات استعمال، د غم او تشويش له امله، د ګېډې د خرابوالي او د زياتې مطالعې له کبله پيدا کيږي.

همداراز د ځينو رنځونو د درد د شدت له کبله هم خوب کميږي.

د خوب د ښه والي لپاره لاندې تدابير نيول په کار دي:

– د ګرمو شيدو څښل، مالش کول او همداراز داسې سخت کتاب مطالعه کول چې په دماغو زور واچول شي.

درملنه:

يوه ګولۍ نيم ساعت مخکې له څملاستلو (Tab. Phenobarbiton 60 mg).

د ويده کېدلو په وخت کې يوه ګولۍ (Tab. Diazepam 2.5.10 mg) .

يا يوه ګولۍ د شپې له مخې (Tab. Largactil 25 mg).

له پورتنيو ګوليو څخه يوازې يو ډول استعمال کړئ.

د دې لپاره چې له دوا سره عادت جوړ نه شي، نو بايد له ځينو تدابيرو کار واخيستل شي. لکه: تر څو چې خوب غلبه نه وي ورباندې کړې، نه دې څملي، وزګار دې نه کښيني، په يو څه کار دې ځان مصروف کړي او همداراز د بسترې او د خوب د کټ يا ځای د صفايي خيال دې وساتي او مهمه دا چې له خوبه سهار وختي پاڅېدل خپل عادت جوړ کړئ. په دې طريقو به خامخا خوب پيدا شي.

سره له دې چې د دې رنځ پوره درملنه نشته، خو ځان د حالاتو مطابق برابرول په کار دي.

ځينې د دماغو مسکن درملونه لکه: Lexotonil, Dilontin,Valium, Largactil, Phenobarbito او Ativan د دې رنځ لپاره مؤثر تمامېدای شي.

ځينې وختونه دا رنځ د وينې د فشار له جګوالي هم رامنځته کيږي، نو ځکه خو لومړی د فشار کمول پکار دي، چې د دې لپاره بايد Tab. Aldomit د ورځې له يوې څخه تر درې ګوليو پورې استعمال شي. همداراز د قبض د لرې کولو خيال ساتل او د شور او غالمغال چاپيريال څخه د ناروغ لرې ساتل هم مهم دی.

له (عامې ناروغۍ او درملنې) څخه…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button