د بودیجې نشتون؛ د هلمند د پنبې د پروسس کارونه یې په ټپه درولي

عزم(دوشنبه، ۳۰، مرغومی، ١٣٩٨ل): د هلمند ځايي خلک وايي، د هلمند د بست تصدي د پنبې د فابریکې د نه فعالیت له امله خپل حاصلات په کمه بیه پلوري.
ځايي خلک وايي، سوداګر ترې په کمه بیه پنبه اخلي او هغوی یې پاکستان ته صادروي.
خو د هلمند د بست تصدي فابریکې مسوولین وايي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې پنبه نه اخلي او د پنبې د پروسس لپاره بودیجه نه لري.
د تصدي مدیر عبدالباقي وايي، د فابریکې ماشینونه جوړ دي، خو د پنبې اخیستلو لپاره بودیجه نه لري، چې له امله یې د دې فابریکې کارکوونکي بېکاره شوي او کروندګرو ته هم زیان اوښتی دی.
دی وايي، د هلمند پنبه په ارزانه بیه پلورل کېږي او د کروندګرو خواري په اوبو لاهو کېږي.
«اشرف غني د فابريکې د فعاليت لپاره چې کومې ۳۰۰ ميليونه افغانۍ ژمنه کړې وه تر اوسه یې نه دي ترلاسه کړي. د دغو پیسو په تر لاسه کولو سره به د کروندګرو څخه د پنبې اخیستل پيل کړو او فابريکه به بيا په فعاليت پيل وکړي.»
د عبدالباقي په خبره، د دوو کلونو اخیستل شوې پنبه یې پروسس کړې؛ خو د نورې پنبې اخیستلو لپاره اوس پیسې نه لري.
د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې هر کال ټنونه پنبه کېږي او سږکال یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې لومړی ځای هم خپل کړی دی.
د کرنې وزارت مسوولین وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د پنبې حاصلات ۲۱سلنه زیات شوي دي.