د ننګرهار دیګ بخارونه، د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته صادریږي

عزم(دوشنبه، ۱سلواغه ،۱۳۹۸):دننګرهار ولایت سیمیز چارواکي وایي، د دغه ولایت د “راشکو بابا” په نوم د دیګ بخار جوړونې فابریکه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو سربېره د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته خپل جوړ شوي دیګ بخارونه صادروي.

د مسؤلینو په وینا، هغه هیوادونه چې ننګرهار کې جوړ دیګ بخارونه ورته صادریږي عبارت دي له،اوکراین،روسیه،تاجکستان،ازبکستان،قرغزستان،قزاقستان،پاکستان،ایران،عربستان،کویټ،قطر،عمانلاتویا،لیتوانیا او دوبۍ څخه چې افغان دیګ بخارونه په کې په پراخه پیمانه خوښوونکي او پیرودونکي لري.

د راشکو بابا د فابریکې مسؤلین وایي،په همهاله توګه په کابل او ننګرهار کې خپل فعالیتونه مخته وړي چې کارمندان یې سلګونو تنو ته رسیږي.
د فابریکې یو مسؤل وایي، “فابریکه کې یې دوه سوه کسان په مستقیم او تر پنځه سوو زیات په غیري مستقیم ډول په دندو بوخت دي”. .
د فابریکې د مسؤلینو په خبره چې دوی خپل جوړ شوي دیګ بخارونه تر نورو هېوادونو ښه او په ضمانت ورکوي چې له همدې امله یې تولید او صادرات زیات شوي دي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button