تخار او نورستان کې شاوخوا ۳۰ تنه عسکر طالبانو ته ورغلي

عزم(پنجشنبه، ۳سلواغه ،۱۳۹۸):راپورونه وایي چې د تخار په رستاق او د نورستان په کامدییش ولسوالیو کې لسګونه امنیتي عسکر له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له دوی سره یوځای شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د دوی د جلب و جذب ځایي مسئولینو د یوځای شویو کسانو هرکلی وکړ او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړل.
په یوه بل خبر کې چې د طالب ویاند پر ټویټر پاڼه خپور شوی،  راغلي دي چې، د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم ۸ تنه عسکر د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او سیمیزو طالبانو ته ورغلي دي.

مجاهد وایي، یوځای شویو کسانو ته یې سیمیزو مسئولینو د هرکلي ترڅنګ د آرام ژوند ډاډ ورکړی دی.

بلخوا بیا د غور ولایت سیمیزو مسؤلینو او د ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې ګواکې ۴۰ تنه طالبانو ورسره یوځای شوي دي؛ په داسې حال کې چې طالبان داخبر ردکړی او رسنیز پروپاګند یې بللی دی.

د یادونې وړ ده چې هره میاشت په سلګونو دولتي عسکر له طالبانو سره یوځای کیږي او د هغوی له خوا د باور لیکونو په اخیستلو سره عادي ژوند ته ور ګرځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button