د افغان زندانونو د چارو کنترول یوې ملکي ادارې ته سپارل کیږي
عزم(شنبه، ۵سلواغه ،۱۳۹۸):په داسې حال کې چې افغان زندانونه لا هم دکورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست تر کنترول لاندې دي، تازه ارګ په یوه فرمان کې د ټولو بندخونو د مدیریت چارې یوې ملکي ادارې ته سپارلې دي.
فرمان کې راغلي چې دا اقدام د زندانونو د لاښه کنترول او د بندیانو د اصلاح او سالمې روزنې په موخه شوی دی.
بي بي سي چې د دې فرمان یوه کاپي یې ترلاسه کړې، ویلي: د مجرمینو اصلاح، د بندیانو بنسټیزو ستونزو ته رسېدل او د بندخونو تیت او پرک بنسټونو تر منځ نظم راوستل د دې بدلون مهم دلایل بلل شوي او ټینګار شوی دی چې د روزنې پر سالمو ځایونو د زندانونو او څار خونو د بدلولو تر څنګ دې د بندیانو د اقتصادي، ورزشي او اداري اصلاحي کارونو لپاره هم اقدامات وشي.
د نوې ادارې چې لا یې نوم نه دی په ډاګه شوی، مشري یې راشد طوطاخیل کوي او د جمهور رئیس غني څلور حقوقي سلاکاران د دې پروګرام د عملي کیدو په برخه کې مرسته کوي.
د فرمان له مخې باید له نظامي برخې څخه ملکي ادارې ته د لېږد چارې تر دریو میاشتو بشپړې او د اصلاحاتو ملي پروګرام باید تر پنځو کلونو پلي شي.
ارګ د نوې ادارې لپاره مالیې وزارت ته د بودیجې د برابرولو حکم کړی او د ځای لپار یې د ښار جوړونې وزارت ته لارښوونه کړې چې مناسب ځای دې ورته خوښ کړي.
د یادونې وړ ده چې دامهال په لسګونو زره افغانان د هیواد په زندانونو کې په بې برخلیکه توګه سختې شپې ورځې تیروي، چې ډیری یې له کوم ځانګړي جرم پرته بندیان شوي دي