تاسې کې داسې څوک شته چې زما لپاره ژاړي؟!

 

 

روايت دی چې په بصره کې يو عابد انسان اوسېدی، يو وخت ډېر داسې راغی چې ډېر سخت مريض شو او آن د مرګ په بستر پرېوت، کله چې ورته مرګ راغی، اهل او عيال ترې ګرد چاپيره ناست او په ژړا ول، نو ورته يې وويل: ما راکينوئ، چې را کيناست، پلار ته يې وويل: پلار جانه ته ولې ژاړې؟
پلار يې ورته وويل: ستا په جدايۍ او د ځان په تنهايۍ.

مور ته يې مخ واړاوه چې مورجانې تا څه شی ژړوي؟
مور وويل: ستا په مرګ به زه بوره شم او د زهرو جام به په سر واړوم.

ښځې ته يې وکتل: تا څه شی ژړوي؟ ښځې وويل: کونډتوب او د بل احتياج مې ژړوي.

اولادونو ته يې مخ واړاوه چې تاسو ولې ژاړئ؟ ټولو په يو اواز وويل: د يتيمتوب ذلت او بې عزته د نيستۍ ژوند ته ژاړو.

نو په دې وخت کې يې ټولو ته وکتل او په ژړا شو، هغوی ترې پوښتنه وکړه چې ته ولې ژاړې؟
نو ده وويل: تاسو ټول د خپل ځان لپاره ژاړئ، يو هم پکې نشته چې زما لپاره وژاړي.
داسې څوک درکې نشته چې زما اوږد سفر ته ژاړي؟
داسې څوک درکې نشته چې زما لږ عمل ته ژاړي؟ داسې څوک درکې نشته چې زما د خاورو بستر ته ژاړي؟ داسې څوک درکې نشته چې زما د قيامت د ورځې حساب او سخت حالت ته ژاړي؟ داسې څوک درکې نشته چې د رب الارباب مخې ته زما اودريدلو ته ژاړي؟.

عابد وفات شو، خو له ځانه وروسته يې موږ او تاسې ته يو ډېر لوی نصيحت پرېښود. موږ يې په دې وپوهولو چې له وفات کېدو وروسته داسې تنهايي سره مخ کېږو چې بيا مو له خپل عمل پرته نور هيڅ شی ګټه نه شي رارسولی.

عبدالله افغان

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: