د کرزي اوعبدالله په ګډون سیاسي مشرانو د سولې لپاره د طرحو پر جوړیدو کارپیل کړی

سرچینې وایی چې روانه اونۍ به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راشي او له سیاسي مشرانو سره پر یادو موضوعاتو بحثونه وکړي.

عزم(شنبه، ۵سلواغه ،۱۳۹۸):نن د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، یونس قانوني او یو شمېر نورو سیاسي څېرو کابل کې د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره د طرحو د جوړولو په موخه یوه لویه غونډه وکړه.
د غونډې ګډونوالو د بین الافغاني خبرو لپاره مختلفې طرحې وړاندې کړې او هغې کمیټې ته چې د ټولو سیاسي ډلو د چارواکو له استازو ترکیب شوې، وړاندې کړې.

سیاستوالو وویل، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره به تر راتلونکې اونۍ یوه داسې هر اړخیزه طرحه جوړه کړي چې هیڅوک په کې ځان څنډې ته احساس نه کړي.
عزم ته یوې سرچینې وویل، دغه غونډه کې د اوربند پر موضوع هم بحث وشو، چې ډیری ګډونوال یې مخالف وه او د طالبانو له خوا یې د تاوتریخوالي د کموالي پر وړاندې شوې طرحې یې بسنه کوله.

د غونډې ګډونوال او د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي وویل، د جګړو د کموالي طرحه معقول او اساسي وړاندیز ده او د بشپړ اوربند موضوع به د بین الافغاني مذاکراتو برخه جوړیږي.

سرچینه زیاتوی، د غونډې ځینو برخوالو وویل چې باید د امریکا او طالبانو تر توافق وړاندې د جرمني بین الافغاني غونډه ترسره شي، خو نورو یې مخالفت وکړ او ټینګار یې وکړ، تر هغو چې د جګړې د اصلي ښکیلو غاړو”طالبانو او امریکا” ترمنځ توافقنامه نه وي لاسلیک شوې، بین الافغاني غونډه دې نه جوړیږي.

سیاسي مشرانو بیلابیلې طرحې وړاندې کړې او ژمنه وشوه چې تر دې وروسته به ټاکل شوې کمیټه وړاندې شوې طرحې ارزوي او د شنبې پر ورځ به بیا یاد مشران سره راټولیږي او یوه توافق ته به ځان سره رسوي.
سرچینې وایی چې روانه اونۍ به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راشي او له سیاسي مشرانو سره پر یادو موضوعاتو بحثونه وکړي.
بلخوا د کابل حکومت مشر اشرف غني یوځل بیا د طالبانو او امریکا ترمنځ د روانو خبرو مخالفت کړی او ټینګار یې کړی چې باید امریکایي لوری له طالبانو سره د خپلو ځواکونو د وتلو هوکړه ونه کړي.

سیاسي مشرانو وویل پر ارګ واکمن ټیم هڅه کوي د سولې پروسه په انحصاري توګه مخته یوسي چې په وینا یې، دا به هیڅوک ورسره ونه مني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button