لوګر کي ملي امنيت د شپږ ښوونځيو مديران نيولي

n00042195-b

پل علم(عزم:پنجشنبه،۲۹ زمری،۹۴ ل) په لوګر کې ملي امنيت د شپږو ښوونځيو مديران په دې تور نيولي چې ګواکې له طالبانو سره يې ناسته کړې.

د لوګر د پوهني رياست تدريسي مرستيال وزير احمد مومند هم ومنله چې تېره ورځ د لوګر په مرکز پل علم کې د شپږو ښوونځیو مديران د ملي امنيت د رياست له خوا نيول شوي دي.

وزير احمد مومند وويل (( دغو مديرانو له طالبانو سره ګډه ناسته درلوده کله چې له هغه ځايه راستانه شوي په پل علم کې ملي امنيت نيولي دي.))

نوموړي دا هم وويل چې دغه ښوونځي په هغو سيمو کې دي چې هلته طالبان حاکم دي نو د ښوونځيو مسؤلين اړ دي چې وخت په وخت له دوی سره وګوري تر څو ښوونځيو ته د چا له لوري کومه ستونزه پېښه نه شي.

مومند وايي چې د ملي امنيت له لوري نيول شوي مديران  بې ګناه دي بايد ژر تر ژره بېرته خوشې شي.

په نيول شويو کسانو کې د کوچيانو ، حضرت عمر فاروق، پات خواب شانه او درېيو نورو لېسو مديران شامل دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي حبيب الله رسنيو ته وويل چې (( دغه خلک مجبور دي چې له طالبانو سره کينې او خبرې وکړي ځکه چې به دغو سيمو کې طالبان حاکم دي،او د ښوونځيو مسؤلين غواړي چې ښوونځيو ته يې کوم نقصان ونه رسيږي،))

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پوهنې کارکوونکي په يوه او بله پلمه د ملي امنيت له خوا نيول شوي دي.

په افغانستان کې د جنګ ترڅنګ دښوونځيو سوځول هم يوه جدي ستونزه ده چې طالبان او دولت دواړه د ښوونځيو د سوځولو مخالف دي خو تر دا مهاله په سلګونو ښوونځي په هيواد کې سوځيدلي خو عاملين يې نه دي نيول شوي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button