ننګرهار: د خالص غوړیو د تولید فابریکې په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی

عزم(دوشنبه، ۷سلواغه ۱۳۹۸): د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټې کې د خالص غوړیو د تولید فابریکې په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د هیواد زیاتو ولایتونو ته یې د خپلو تولید شویو غوړیو لیږد پیل کړی دی.

دغه فابریکه چې له تیرو ۵ کلونو راپه دې خوا فعالیت کوي، مسؤلین یې وایي، روان کال یې د درې سوه پنځوس۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې نیم زره۳۵۰۰ ټنه غوړي تولید کړي چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

د خالص خوراکي غوړيو فابریکې مسؤلین وایي، اوسمهال یې په کار خونو کې شاوخوا ۱۲۶ تنو ته کاري زمینه برابره شوې چې په هره ورځ  ۲۰ ټنه غوړي تولیدوي او لګښت یې په ورځنۍ توګه ۲ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

مسؤلین زیاتوي، د غوړیو د تولید لپاره د ټول هېواد په کچه پمبه،د پمبې دانې او خام تیل را ټولوي چې کله ناکله یې د پیدا کیدو په برخه کې له ستونزو سره هم مخ کیږي.
د غوړیو د فابریکې مسؤلین د کرنې او مالدارۍ پر وزارت هم غږ کوي چې کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه د تیلي نباتاتو کر ته پاملرنه وکړي ځکه چې دا اقدام به هم هیواد پر خپلو پښو ودروي او هم به سلګونو کسانو ته کاري زمینه برابره شي.

د ننګرهار ولایت چارواکي له مرکزي حکومت نه غواړي چې که په وارداتي غوړیو ګمرکي تعرفې لوړي شي،نو په ټول هېواد کې به یواځې افغاني با کیفیته غوړیو کارولو ته زمینه برابره شي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button