په هرات کې د لومړي ځل لپاره د «سیرومو» د تولید کارخونه پرانیستل شوه

عزم(‌دوشنبه، ۰۷سلواغه، ۱۳۹۸ل): په هرات کې د لومړي ځل لپاره د سیرومو د تولید کارخونې په کار پیل کړی.

د هرات ځايي چارواکي وايي، د سیرومو لومړۍ کارخونه د خصوصي سکټور له لوري د هرات په صنعتي ښارګوټي کې جوړه شوې ده او یو مېلیون ډالر لګښت پرې راغلی دی.

د سیرومو د تولید د کارخونې مسوول محمد رضا عالمي وايي، د اوس لپاره د ورځې ۱۲زره لیټره سیروم تولیدوي او هڅه به وکړي، چې د ورځې دغه شمېر ۶۰زره لیټرو ته ورسوي.

دی وايي، د هېواد په بازارونو کې به د سیروم اړتیا پوره کړي.«اوس مهال موږ اته ډوله سیروم تولیدوو، ښایي راتلونکي کې پیچکارۍ هم تولید کړو، ځکه زموږ جواز د زرقي توکو د کار لپاره دی».

د هرات د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا وايي، په دغه کارخونه کې د سیرومو کیفیت ښه دی او ټول دولتي او خصوصي روغتونونه به له دې سیرومو ګټه اخلي. «دا لومړی ځل دی چې سیروم تولیدېږي، ځکه ارزښت لري، دا سیروم دوه ځله ازمایښت شوی دی او کیفیت یې ښه دی. وروسته له دې بیا د تولید لوري ته له خیره ځو».

د هرات ځايي چارواکي وايي، له دې وروسته به د سیرومو په واردولو بندیز ولګوي او خلک به د خپل هېواد تولید اخلي.

له دې وړاندې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د درملو بېلابېلې کارخونې فعاله دي، چې سلګونه قلمه درمل تولیدوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button