افغانستان او پاکستان د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق سره د ګډې مبارزې هوکړه وکړه

عزم(‌چهار‌شنبه، ۰۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، افغانستان او پاکستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه او همدارنګه د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په مخنیوي کې د ګډې مبارزې هوکړه لاسلیک کړه.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکول سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق او د پاکستان د نشه‌يي توکو د مخنیوي وزارت دبیر احمد جاوېد سلیمي ترمنځ لاسلیک شوه.

د دې هوکړې له مخې پاکستان ژمن دی څو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د تولید او پلور له مخنیوي برخو کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې هوکړه لیک کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، له تولید او قاچاق د مخنیوي او کموالي لارې چارې ښودلی شوې.

د امریکا د یرغل راهیسې افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري، چې ډېر نشه‌يي توکي په تولیدېږي.

افغان حکومت د نشه‌يي توکو د مبارزې خبره کوي؛ خو هر کال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کر، تولید او قاچاق ډېرېږي؛ خو مخه یې نه نیول کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button