بدمرغه حريص

نظم:
په کوم ځای کې کوم حریص ډیرپیسه دارشو
د ارګاه ، بارګاه خاوند شو لوی نامدار شو

تل مدام به یې خوراک، پـــوښاک نا سم وو
په مصرف دهر درهم به ناست په غم وو

یوه ورځ خپل سرمایې ځینې پـــه ډار شو
د پیسو خـوندي کیدو تـــه یې تلوار شو

په دې فکر چې خدای مکړه غل به را شي
مال ، پیسې او دارائي بـــه یې تالا شي

سوچ یې وکـــړ چې چاره ورته پکار ده
د پیسو خــوندي کـــول یې اصلي لار ده

پس له ډیر فکر او هوش پدې نظر شو
د پیسو د خښیدو خیال یې پــه سر شو

په کوم ځای کې سړي خښې خپل پیسې کړې
خښې څنګ ته یې ډبرې هم دوه درې کړې

هره ورځ به دغه ځای ته تلو ، راتللو
د خپل زیرمې حال ، احوال یې اخستلو

له قضی په سړی لوی غل برابر شو
په سړی او په دې ځای باندې شګبر شو

غل په پټه باندې راغی دغه ځای ته
په دقت یې نظر وکړه سرا پای ته

د دې ځای په را سپړلو باندې سر شو
د پیسو په اصلي زیرمې برابر شو

چې یې ولیدې پیسې ډیره شو خوشاله
په شړۍ کې یې کړې تاوې بې مجاله

ټول پیسې ، دولت یې واخسته روان شو
د روزګار له چانسه خوښ هغه زمان شو

بله ورځ چې حریص راغی ځای لیدو ته
خپل د ګنج حال او احوال معلومیدو ته

چې ښه ځیر شو سړی لاړه وارخطا شو
خپل پیسو او دارائي ته په سودا شو

په ژړا په فغان سر شو په نارو شو
په دې کار شو پښیمانه په سلګو شو

په دې وخت کې یو ملنګ تیر شو په لار
چې یې ولید دا سړی ډیر نا قرار

ورته وویل : چې په څه ته ازرده یې؟
پـــه ژړا په نارو سر داسې غصه یې؟

سړی وویل: چې تباه شومه برباد شوم
ټول هستې یې رانه وړې زه ناښاد شوم

پدې ځای کې ما پیسې وې خښی کړې
ما د غلو د ویرې دې ځای کې ساتلې

کوم ظالم پرې برابر دی ټول یې وړي
نه حبه نه کوم دینار ترې پاتې شوي

دا زما د پوره ژوندون ټوله هستي وه
چې پیدا مې په زحمت او په سختي وه

اوس برباد شومه هستي مې ټول تباه شوه
په ما جوړ دی بد حالت دا مې سزا شوه

ملنګ وویل : چې پدې مه خفه کیږه
مشوره زما نه واوره غصه پریـــږده

لاړ شه ډکه بوجۍ تیګې کړه تر پایه
دلته یې خښې کـــړه له ځانه سره وایه

چې زما پیسې هیڅ ندي چا غلا کړي
بس همدلته ما په دې ځای کې ساتلي

هره ورځ دلته راځه زړه دې پخلا کړه
خپل زړګې په همدې تیګو سلا کړه

تا خو ټول عمر پیسې دي ټولې کړي
له سختي دې پدې ځای کې خښې کړي

ښه به دا وای چې تا ښه ژوند تیرولای
خپل پیسې دې په ښه لار مصرفولای

دا ژوندون همدا موقعه ده چې تیریږي
خدای خبر دی چې سبا ته به څه کیږي؟

دا چې ژوند کې جواز نشته د اسراف
حریص هم ګڼه بد مرغه ، بې انصاف

شاعر: سميع الدين «افغاني»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: