یوازې د جنوري په دېرشمه

زخمي افغان
تیره پنجشنبه د جنورۍ په ۳۰ مه د کندز په دشت ارچي کې امریکایي ډرون الوتکې د ولسي وګړو موټر وویشت او څو تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړل. شهیدان شوي ولسي وګړي د حزب اسلامي د یوه قومندان غلام رباني د کورنۍ غړي وو. له دې کسانو سره د ټویټر یوې مدني فعالې(!) نیلوفر ایوبي هم څه خپلوي درلوده، نوموړې په ټویټر د خپلو خپلوانو د وژل کیدو غږ پورته کړ او امریکایان یې ملامت کړل. په دې سره په لومړي ځل د ټویټر او سوشل میډیا هغه فعالان چې ځانونه مدني کارکوونکي او د بشر د حقوقو ټیکه داران ګڼي هم رابیدار شول، ځینو یې په لومړي ځل د امریکا په لاس د ملکي تلفاتو موضوع یاده کړه. د دې لپاره چې د امریکا د وحشت موضوع نوره هم روښانه شوې او د جنایاتو حجم یې ښه معلوم شوی وای، دغو ناخبرو ته یوازې د همدې ورځې ( د جنورۍ د دیرشمې) د جنایاتو مستند حوادث مخې ته ږدم، تر څو پوه شي چې د دشت ارچي بمبار یوازې مشت نمونه یې خروار دی. په حقیقت کې امریکایان او داخلي اجیران یې شپه ورځ د افغانستان په لر اوبر کې همداسې جنایات ترسره کوي. راځئ یوازې د همدې یوې ورځې ( تیره پنجشنبه د جنورۍ دیرشمه) جنایات وارزوو او بیا فکر وکړو چې په دې هیواد کې د دموکراسۍ د تطبیق تر عنوان لاندې کوم وحشت جریان لري؟؟
د جنورۍ په ۳۰ مه ماخستن ۷ نیمې بجې د هلمند د ګرشک د شورکي په سیمه کې د محمود اغا په نوم دوکاندار چې په موټر سایکل سپور او له دوکانه د کور پر خوا روان و ډرون الوتکې وویشت او شهید یې کړ. په همدې شپه د اشرف غني عسکرو د بلخ د چمتال ولسوالۍ د نوښار سیمې د محمد خان څلورلارې ته نږدې د ملکي خلکو په کورونو چاپې ووهلې. د کورونو او دوکانونو دروازې یې ماتې کړې او چې څه یې زړه و هغه شیان یې غلا کړل، دغه راز په همدې شپه چاپه وهونکو داړه مارانو د کندز د خان اباد ولسوالۍ د ایشانانو په کلي هم چاپه ووهله، د کلي د مسجد ښیښې یې ماتې کړې او له کورونو یې قیمتی اموال غلا کړل. په همدې شپه ۱۱ بجې امریکایي او داخلي لوټمارانو د هلمند د کجکي ولسوالۍ په بازار هم چاپه ووهله. د قیمتي توکو د دوکانونو دروازې یې ماتې کړې، قیمتي شیان یي غلا کړل، د ښار یو څوکیدار یې په مرمیو غلبیل کړ او سهار ۴ بجې له سیمې والوتل.
د جنورۍ د دیرشمې د شپې په شان سهار هم خونړی و. سهار ۹ بجې د د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند د ښورکي په سیمه کې بې پیلوټه الوتکې د نور احمد ولد محمد نسیم په نوم ۵ کلن ماشوم وویشت او ځای پر ځای یې شهید کړ. په همدې ورځ سهار د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ اړوند ګزک سیمه کې امریکایي اشغالګرو د ملکي خلکو د سپرلۍ په ټونس موټر د بې پیلوټه طیارې په وسیله وحشیانه برید وکړ چې له امله یې د ۲ تنو ماشومو نجونو په ګډون ۵ تنه ملکیان شهیدان شول او موټر یې له منځه لاړ. دغه راز په همدې ورځ سهار د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ اړوند ښورکي سیمه کې امریکایي اشغالګرو د عبدالسلام په نوم یو تن سپینږیری کلیوال د بې پیلوټه طیارې په وحشیانه برید کې شهید کړ.
د جنورۍ په دیرشمه غرمه مهال د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په مرکزي بازار کې وحشي اربکیانو دارشاد په نوم د موټرو یو مستري په وهلو شهید کړ. په همدې ورځ د کندزپه دشت ارچي ولسوالۍ کې هم ډرون برید وشو. د دشت ارچي په پاخه سړک امریکایي الوتکې د ولسي وګړو موټر په نښه کړ اود یوې ماشومې په ګډون یې ۵تنه ښځې او نارینه شهیدان کړل.په همدې ورځ ماسپښین مهال د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د سه جوی په سیمه کې امریکایي ډرون الوتکې د الله داد په نوم یو بې ګناه کلیوال وګړی وویشت او ځای پر ځای یې شهید کړ.
د جنورۍ د دیرشمې وروستۍ خونړۍ پیښه هم د بې پیلوټه الوتکې برید و، په همدې ورځ مازدیګر څلور بجې امریکایي الوتکې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په بر نوزاد سیمه کې د جمعه ولد عبدالباقي په نوم یو شپون په نښه کړ، چې توغندی له شپانه بچ شو خو نوموړی سخت ټپي کړ.
یو ځل بیا یادونه کوو چې لوړ جنایات یوازې د یوې ورځې . . . هو کې فقط او فقط د یوې ورځې . . ( د جنورۍ د دیرشمې) وقائع دي. دلته د هیواد په کلیو او اطرافو کې هره ورځ همداسې تیریږي. هره ورځ ډرون بریدونه دي، چاپې دي، لوټمارۍ دي او قتل عامونه دي. خو د بشر د حقوقو مدعیان یوازې هغه وخت دغه درد احساسوي چې اور یې تر لمنې ور ورسیږي او په خپله د بمبار او قتل عام درد تجربه کړي. راځئ مخکې له دې چې دردمن شئ، د خپل بیچاره او دردمن اولس لپاره غږ پورته کړئ. ظلم وغندئ او د ظالمانو مخونه جهان ته رسوا کړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: