حکمتیار:له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات دې څلور مطرح ټیمونه مخته یوسي

عزم(یکشنبه، ۱۳سلواغه ۱۳۹۸): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یوځل بیا پر طالبانو ژغ کړی چې د دوی په څیر دې بین الافغاني مذاکراتو ته مخه کړي او روانه جګړې دې له سیاسي لارو پای ته ورسوي.

نوموړي نن د يک شنبې په ورځ یې د ارزګان ولايت له يو شمېر قومي مشرانو او جهادي شخصیتونو سره په کتنه کي ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې دې د څلورو مطرحو انتخاباتي ټيمونو له لوري مخته یوړل شي؛ ځکه پدې ټیمونو کي ټول افغاني لوري شامل دي او هېڅوک لدې حلقې بهر نه پاتې کېږي.

نوموړي ویلي، دغه ټیمونه چې له طالبانو سره باید د سولې او راتلونکي نظام د سرنوشت په هکله خبرې وکړي عبارت دي له؛ د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیمټیم؛  د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله؛ د حکمتیار په مشرتابه دسولې او اسلامي عدالت ټیم او د حامد کرزي په محور راټول شوي سیاسي مشران؛ چې باید د سولې په اړه پخپلو کي سره کېني او یو واحد موقف غوره کړي.

حکمتیار نه دي ویلي چې له حزب اسلامي څخه د ارغندیوال، جمعه خان همدرد او نورو سیاسي مشرانو په مشري جلا شوې ډلې به په دې څلورو ټیمونو کې د کوم لوري تر قیادت لاندې وي.
حکمتیار د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې ښه انکشاف بللی خو زیاته کړې یې ده چې ددې تر څنګ باید طالبان له هغو ډلو سره چې په دې موده کي ورسره جنګيدلي هم خبرې وکړي او پخپلو منځونو کې ورسره یو توافق ته ورسیږي.

حکمتیار وویل، دولتي مشرانو ته یې هم ویلي چې بايد سياسى مسائل يوې خواته پرېږدي او د سولې په اړه ګډ دريځ غوره کړي، ځکه چې په وینا یې دا يو ضرورت دى او له دې پرته سوله نشي راتللی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button