ویسا: د حکومت له لوري د ښځو د حقونو شعار پروژه‌يي بڼه لري

عزم(دو‌‌شنبه، ۱۴سلواغه، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د حکومت له لوري د ښځو د حقوقو غږ پورته کولو باندې بحث کړی دی. ورځپاڼې دغه ډول غږونه یوازې د شعار تر کچې بللي دي.

«په دې كې شك نشته چې متاسفانه د نورو ارزښتونو په څېر د ښځو حقوق هم زموږ په هېواد كې يو پروژه يي شعار دى، ځكه خو د وخت په تېرېدو په ريښتينې معنا زموږ په ټولنه كې د ښځو حقونه او ټولنيز حيثيت تر پوښتنې لاندې راځي. د دې مهم لاملونه جګړه، او د غير طبيعي ژوند دوام دى چې دا دى تر څلورو لسيزو اوړي. باور مو دى چې همدغه غير طبيعي او بحراني حالت هر څومره اوږديږي كه د ټولې نړۍ مرستې راشي او هېواد مو په ظاهري بڼه د اروپا په څېر ښكلى شي چې دا ناشونى دى بيا به هم زموږ ولس په ټولنيز ژوندانه كې داسې تصوير وړاندې كوي چې څوك ضمير لري پرې شرميږي به.»

ورځپاڼې لیکلي، افغان ولس د خپلو ارزښتونو د ساتلو لپاره ډېره قرباني ورکړې ده؛ خو دلته د ښځو د حقوقو هغه خبره کېږي، چې زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

«زموږ ټولنې په تېرو څلورو لسيزو كې يوازې تر دوه ميليونه زيات انسانان قرباني نه ده وركړې، زموږ د ټولنې درېيم نسل د جګړې، بدامنيو، انارشۍ او ګډوډۍ په لمن كې رالوئيږي، دغه نسل چې ځوان شي د نورمال انساني ژوندانه تمه به څوك ترې وكړي. بايد اعتراف وكړو چې په تېرو څلورو لسيزو كې زموږ ولس ډېره لويه معنوي هستي له لاسه وركړې.

افغان ولس وروسته پاتې ؤ، په ښارونو كې يې دنګې ماڼۍ او ښكلي واټونه او پاركونه نه درلودل، خو دې ولس ژوند درلود. انساني ارزښتونه يې درلودل زموږ ټولنه بې سواده وه خو بې دوده او بې کلتوره نه وه دا اوس چې د ښځو د حقونو کومه ډنډوره اوچته ده، هغه وخت پردې د چا سر نه خلاصېدو. خو ښځه هم په کلي کې درنه او د عزت خاونده وه او هم په ښار کې. ځکه ټوله ټولنه درنه وه. باید پردې اعتراف وکړو چې موږ د عصر د پرمختګ او ټکنالوژۍ ظاهري شیان را کاپي کړي، په بدل کې یې زموږ پروني درانه ارزښتونه تالا شوي دی.»

ویسا له ټولو اړخونو غوښتي، چې د ارزښتونو ساتنې ته دې ژمن واوسي او د غرب په ولسواکۍ زموږ ټولنه پرمختګ نه‌شي کولی.

«ځکه خو بې اصوله، بې معنویته، بې ژمنتیا شعارونه او ټکنالوژي هېڅ ټولنه نشي نېکمرغه کولای. زموږ ولس په بده معامله کې ښکېل شو، ارزښتونه یې په ظاهري ځل او بل بدل شول. معنویت یې د مادي تظاهر قرباني شو.  د دې بدې معاملې جبران په کار دی. دې ته جدي پام په کار دی. سیاستوال او چارواکي چې په فساد، دروغو او دوکه ونه شرمیږي په نظام کې چې حساب کتاب او محاسبه نه وي پردې د پاسه یوه بې تعریفه جګړه هم پرې مسلطه وي، د هغو ټولنې برخلیک بربادي ده. له بده مرغه موږ پر همغه لور ور روان یو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button