مجاهد: تخار کې د ښوونځي سوځول د طالبانو کار نه دی

طالب ویاند وایي «زمونږ مجاهدین د ښوونځیو حمایت کوي نه داچې کوم زیان ورته ورسوي.»

عزم(دوشنبه، ۱۴ سلواغه ۱۳۹۸): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د کورنیو چارو د وزارت هغه ادعا رد کړې چې ګواکې طالبانو د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.

مجاهد وایي دا ادعا حقیقت نه لري او په وینا یې چې یاده سیمه د دولت پلوه ملیشو تر ولکې لاندې ده.
طالب ویاند وایي «زمونږ مجاهدین د ښوونځیو حمایت کوي نه داچې کوم زیان ورته ورسوي.»

نوموړی زیاتوي د کابل حکومت غواړي په داسې آوازو سره په کندز کې له بمبارشوي ښوونځي او کلینیک څخه توجه بلې خوا واوړي.

کندز:هوایي برید کې صحي کلینیک، ښونځی او څوکورونه ویجاړ شوي
د یادونې وړ ده چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت د مرکز اړوند په باغ شرکت او ګلتیپې سیمو کې د ولسي خلکو پرضد عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې عامو خلکو او عام المنفعه ځایونو ته درانه زیانونه ور اوښتي دي.

ځایی خلک وایي، ګډو ځواکونو د باغ شرکت اړوند “تپه بریده” سیمه کې یو باب (BHC) صحي کلینیک او ورسره نیږدې ښوونځی،  همدا ډول د ملکي خلکو ګڼ کورونه بمبار او ویجاړ کړي دي
د خلکو په وینا چې په دغو بمبارونو کې ملکي خلکو، د کلینیک کارکونکو او د مکتب ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې لا یې کره شمیر نه دی څرګند.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: