د اسلامي همکاریو سازمان د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د “پیړۍ تړون” رد کړ

عزم(دوشنبه، ۱۴ سلواغه ۱۳۹۸): د اسلامي همکاریو سازمان د یوې فوق العاده ناستې په ترڅ کې د ټرمپ د پیړۍ تړون په نوم د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر طرح رد کړه.

الجزیرې ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو نن دوشنبه د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ د پیړۍ تړون په نوم طرح رد کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن مازدیګر دغې ناسته کې د ګډون لپاره جدې ته لاړ، چې د دغه سازمان له ۵۷ نورو غړو سره یوځای به په یاده ناسته کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې ایران بیا وایي چې سعودي د دوی استازي ته په یاده ناسته کې د ګډون لپاره ویزه نه ده ورکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سعودي د دوی استازي ته ویزه نه ده ورکړې نو له همدې امله دوی نه دي توانیدلي چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د یاد سازمان له لوري په خپرې شوې پریکړه نامه کې د دغه سازمان له ټولو غړیو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د ټرمپ طرح رد کړي او د امریکا له دولت سره د دغه تړون په پلي کولو کې هیڅ ډول مرسته ونکړي.

د یادونې وړ دی چې که څه هم د ټرمپ دغه پریکړه د عربي هیوادونو اتحادیې له لوري تر دې وړاندې هم رد شوې وه او ویلي یې وو چې دغه پلان د فلسطیني وګړو واړه حقونه هم نه پوره کوي، خو بیا هم ویل کیږي چې سعودي عربستان، اردن او متحده عربي اماراتو د دې پروژې ملاتړ کړی او د هغې د اعلان په ورځ یې خپل سفیران هلته لیږلي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button