طالبان وایي د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې یې درې پوستې نیولي دي

عزم(چهارشنبه، ۱۵ سلواغه ۱۳۹۸): طالبان وایی بیګا شپه یې د کندز خان اباد ولسوالۍ اړوند موسی زیو سیمه کې د عسکرو ۳ پوستې نیولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغو پوستو کې یې یو شمیر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

همدا راز طالبانو ویلي چې د کندز خان اباد په سړک یې د اکاخیلو سیمه کې هم د خاصې قطعې قومندان عبدالوارث د یو کمین په ترڅ کې وژلی او ۳ تنه ساتونکي یې ژوبل کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د کندز ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو یوې سیمئیزې سرچینې د خان اباد ولسوالۍ کې د دریو پوستو د سقوط خبر تایید کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: