اشرف غني د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبره کیښووده

عزم(پنجشنبه، ۱۷سلواغه ۱۳۹۸): جمهور رئیس اشرف غني نن د سروبي ولسوالۍ په بند نغلو سیمه کې د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبره کیښووده.

نوموړي نن په همدې هکله د جوړو شویو مراسمو پر مهال وویل چې د انرژي دا پروژه به د مرکزي آسیا بریښنا له جنوبي آسیا سره وصل کړي او افغانانو ته به د عاید لویه منبع جوړه شي.

د بریښنا شرکت مشر امان‌الله غالب، غونډې ته وویل، د کاسا زر پروژه د انرژۍ د انتقال لومړنۍ هیله بښوونکې پروژه ده چې ورسره به په سیمه کې د بریښنا ستونزې هم تر ډیره رفع شي.
نوموړي زیاته کړه، دا پروژه د ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا لیږد ظرفیت لري چې په کلنۍ توګه به افغانستان ته له ۴۰ تر ۴۰ میلیون ډالرو د ترانزیټ له لارې عاید ولري.

دغه پروژه چې د قرغیستان له هیواده پیلیږي، پر تاجکستان او افغانستان تر عبور وروسته پاکستان هیواد ته رسیږي چې طول یې ۱۲۵۰ کیلومتره دی او ۵۷۵ کیلومتره یې افغان خاوره کې تیریږي.

ددې پروژې د لیږد مسیر پر کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننگرهار تعیین شوی چې افغان خاوره کې د غځونې لګښت یې ۲۲۵ میلیون ډالره ښوودل شوی او د نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.
مسؤلین وایي چې د دغې پروژې د رغونې چارې دKEC و KPTLپه نامه هندي شرکت لخوا مخته وړل کیږي او د بریښنا شرکت به یې د څارنې او نظارت دنده پرغاړه لري.

د بریښنا شرکت وایي، د تخمین له مخې افغانستان به له دغې پروژې په کلنۍ توګه ۴۰۰ میلیون ډالره عاید ولري چې چارې به یې د ۲۰۲۲کال د مارچ پر نهه ویشتمه نیټه پای ته ورسیږي.
د افغانستان د برېښنا شرکت د عمومي رئیس په وینا کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې له کومو سیمو او کلیو څخه تېرېږي د هغو د انکشاف او امنیت لپاره د وجهي صندوق له لارې د کال دوه میلیون ډالر په دغو سیمو کې د امنیت او هوساینې لپاره لګول کېږي. د دې ترڅنګ ۴۰ میلیون ډالر د ولسي تړون پروګرام له لارې د کلیو پراختیا وزارت له لوري د یادو سیمو او کلیو د پروژو په تطبیق لګول کېږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: