طالبان: د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنې،”د بهرني اشغال” پر وړاندې د افغانانو یوموټي کیدل ښیي

سرمقاله کې راغلي: «طالبانو چې د خپل مؤمن ولس نیکمرغي او د هیواد ازادي ورته ځانګړی ارزښت لري د اشغال د خاتمې لپاره د پيل شوي مذاکراتي بهیر په لړ کې یې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او لا هم دې پروسې ته د یوې جدي او مهمې پروسې په نظر ګوري. دا چې له یوه لاسه ټک نه خیژي، باید چې مقابل جانب هم خپل مسؤلیت درک کړي، له تأخیر او تعلل ډډه وکړي او د ولس غوښتنو ته پاملرنه وکړي.»

عزم(شنبه، ۱۹ سلواغه ۱۳۹۸):طالبانو په خپله اونیزه رسمي سرمقاله کې د سیاسي کارپوهانو، عامو ولسونو او نورو رسنیزو فعالانو لخوا دا دریځ یوه ښه پرمختګ بللی چې په افغانستان کې د روان بحران او د جګړییزو ناخوالو د دوام اساسي علت بهرنی اشغال بولي او وایي چې تر څو چې بهرني ځواکونو له هیواده نه وي وتلي دغه موضوع نه حل کیږي.

طالبان وایي «د اشغال د خاتمې غوښتونکي او د سولې په ملاتړ دغه غږونه که له یوې خوا امریکایي چارواکي مخاطبوي، بل اړخ ته د اشرف غني په مشرۍ د ارګ واکداران هم تنبیه کوي تر څو د خپل فاسد او نامشروع قدرت د بقاء لپاره د سولې په وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي. په وروستیو ورځو کې افغانانو په مکرر ډول د امریکایي پوځیانو بمبارونه او نور وژونکي عملیات دغه راز د داخلي عسکرو ظالمانه شپني بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د مفاهمې له روح څخه مغایر اعمال ګڼلي دي»

سرمقاله کې راغلي امریکایي لوری که چیرې واقعا د افغانستان د خلکو ارادې ته اعتناء لري باید چې دغه غږونه د زړه په غوږو واوري او عمل پرې وکړي او ټینګار شوی چې « دوی د رسنیز سانسور او یا بیلابیلو اتهاماتو په لګولو سره نه شي کولای د افغانان غږ خاموشه کړي، بلکې د دغسې ولسي غوښتونو په وړاندې دریدل یې نور هم منزوي او منفور کولای شي.»
طالبانو په دې برخه کې هره نوع تعلل او بهانه جویي د روان بحران د تداوم سبب بللی او د امریکا د متحده آیالاتو په چارواکو یې غږ کړی چې د سولې د پيل شوې پروسې د بریا او هدف ته رسیدو په برخه کې خپل مسؤلیت اداء او جدي اقدامات کړي.

سرمقاله کې راغلي: «اسلامي امارت چې د خپل مؤمن ولس نیکمرغي او د هیواد ازادي ورته ځانګړی ارزښت لري د اشغال د خاتمې لپاره د پيل شوي مذاکراتي بهیر په لړ کې یې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او لا هم دې پروسې ته د یوې جدي او مهمې پروسې په نظر ګوري. دا چې له یوه لاسه ټک نه خیژي، باید چې مقابل جانب هم خپل مسؤلیت درک کړي، له تأخیر او تعلل ډډه وکړي او د ولس غوښتنو ته پاملرنه وکړي.»

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو او اونیو کې په مسلسل ډول د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د بهرنیوځواکونو د وتلو “د اشغال د خاتمې” او سولې په ملاتړ غږونه راپورته کیږي. سیاسي اشخاص، ګوندونه او د بیلابیلو ټولنیزو اقشارو استازي د غونډو په تدویر سره په امریکایي چارواکو غږ کوي تر څو د سوله ییز حل توافق نامه لاسلیک کړي او په دې برخه کې د نویو غوښتونو، ملاحظاتو او بهانو له مطرح کولو څخه ډډه وکړي.

د شنونکو په باور، د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د دغسې غږونو راپورته کیدل دا معنی لري چې نور د دې هیواد ټول اتباع د بهرنيو پوځیانو د وتلو په موضوع د نظر اتفاق لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button