د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې موټربم چاودنه شوې

عزم(شنبه، ۱۹ سلواغه ۱۳۹۸): نن ماښام د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د عسکرو په پوسته موټربم چاودنې ګڼه مرګ ژوبله اړولې.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې چاودنه د هلمند سيند پر سر د پوليسو پر پوسته شوې چې د لومړنيو مالوماتو له مخي شپږ نفره پوليس پکې وژل شوي او پوسته په مکمله توګه نړیدلې.

د ګرشک امنیه قومندان محمد اسماعیل خپلواک وایي برید د هاموي ټانګ په واسطه شوی چې پوسته کې دننه یې چاودنه ورکړې چې څلور تنه عسکر یې وژلي دي او پوسته په مکمله توګه له منځه وړل شوې.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي چې په چاودنه کې یې د قومندان عزت په ګډون ۱۶ تنه عسکر وژلي دي.

احمدي ویلي چې پوسته په بشپړه توګه له منځه تللې، پکې ولاړ ټول نظامي وسائط او وسایل هم له منځه وړل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button