مالیې وزارت: راټوله شوې مالیه شفافه ده

عزم(یکشنبه، ۲۰سلواغه، ۱۳۹۸ل): د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال محمد عیسی قدرت وايي، په هېواد کې مالیات د مالیاتو له قانون سره سم چې له ۱۳۹۴کال راپدې خوا نافذ دی، راټولېږي.

قدرت د هغو بنسټونو ادعاوې رد کړې، چې ګوندې د مالیې وزارت د مالیې راټولو بهیر روڼ نه دی او درغلي پکې کېږي.«هېڅ مالیه، د مالیاتو قانون له چوکاټ څخه بهر نه ده راټوله شوې. مالیې وزارت، په ځانګړې توګه د عوایدو او ګمرکونو معینیت، له فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو او شفافیت په رامنځته کولو او د مالیاتو په ټولو برخو کې د قانون په یوشان پلي کولو سره، توانېدلی دی چې مالیات په سمه توګه راټول کړي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، چې څو ورځې وړاندې مطبوعاتو د هغه او د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قوله، د مالیاتو د دوه برابره کېدو خبر ورکړی دی.

دی وايي، د ده خبرې تحریف شوي او له پنځه کلونو راهیسې مالیات له نافذ قانون سره سم راټولېږي او په کچه کې یې هېڅ زیاتوالی نه دی راغلی.

د مالیې وزارت داسې مهال دا سپیناوی ورکوي، چې افغانستان هر کال د اداري فساد په برخه کې لومړی، دویم، درېیم او څلورم ځای خپلوي.

افغان حکومت اوس هم د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې دی، چې ډېر فساد یې هم په ګمرکونو او نورو عایداتي ادارو کې کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button