دادالله قانع: د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې ۵ تنه ملکیان وژل شوي

عزم(یکشنبه، ۲۰ سلواغه ۱۳۹۸): د فراه ولایت څخه سیمئیزې سرچینې وایي چې د بهرنیو ځواکونو په یو هوایي برید کې پنځه تنه وژل شوی دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي دادالله قانع ویلي چې دغه حمله پرون د سلواغې په ۱۹مه د فراه ښار ته په شل کیلومیتری کې د کاریز شیخا په کلي کې ترسره شوې.
قانع زیاته کړې چې پنځه تنه سوداګر او یو تن د فراه ولایت د ګمرک کمیشن کار هغه مهال تر هوایي برید لاندې راغلل چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر ته پر لاره وو.

بلخوا بیا د هیواد په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې په هوایي برید کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او د ملکیانو په اړه یې هیڅ نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې پرون ورځ د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې هم په یو هوایي برید کې شپږ تنه ملکیان وژل شوي وو او نن په میدان وردګ کې هم د یو انجینر په شمول درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د یادونې وړ دی چې په دې وروستیو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې عموما ملکیان وژل کیږي، چې د بشري حقوقو کمیسیون له لوري تیره ورځ هم ویل شوي وو چې یواځې د جنوري په میاشت کې ۵۰ تنه ملکیان د دولتي ځواکونو له لوري وژل شوی دي، خو روزمره سیمئیزې سرچینې بیا اصلي شمیره د دې څو چنده یاده وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: