غزل/ حسان ضعيف

تم کړه بمبار د لمبو شور نوره جګړه خالقه
جام را عطأ د محبت کړه په مزه خالقه

ربه ته ورکړه دا نمرود ته د غوماشو مثال
یا رانازل کړه ابابل پر ابرهه خالقه

شور د څپو کړه لږ څرګند و هر مغرور فرعون ته
ته د یوسف له نوره پورته کړه پرده خالقه

کاذب مغرور کافر راغلي خدایه تا نه مني
زموږ ورانوي محراب مسجد او مدرسه خالقه

تور تم نیولې ده کوڅه توره تیاره ده جوړه
ته پکې بله کړه د حق پکې ډېوه خالقه

حسان ضعیف هم لیونی په زیارتونو ګرځې
له تا څه غواړي د اشنا د عشق څپه خالقه

عبدالمنان حسان «ضعيف»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button