د مهمند ملالۍ او د کندهار پنجابۍ؟

 

نصیب ځدراڼ

د اکا زوی مې موده وړاندې د شادګل د خوبونو غوندي د اروپا خوبونه لیدلي وو، له عمر نه کشر او پلار یې هم مساپر دی، اقتصاد یې هم بیخونده او درسونه یې نیمګړي وو، قاچاقبر غولولي وو چې په شلو ورځو کې به مو اروپا ته ورسوم، موږ چې خبریدو ایران ته رسیدلي و، ټوله کورنۍ او مساپر پلار یې تشویش کې واچولو،څو شپې وروسته له ترکیې څخه قاچاقبر په فیسبوک زنګ را وکړ وایې ستا د اکا زوی دلته راسره دی، ما تر دې ځایه خبر ورسره کړې وه؛ نو پیسې راولیږئ کنه همدلته به ناست وي.

ما ویل تا د چا سره مشوره کړي وه چې له دې ځایه دې درسره بوتلل؟ او دا که په لاره مړه شي یا ورک شي ته یې بیا مسؤلیت په غاړه اخلي؟که کوم تاوان ورته ورسید، نو موږ او تاسې خو د همدې وطن یو بیا به ژر یا ناوخته خو رانه خلاص به نه شي.

او ځواب کې یې چې څه راته وویل له ډیرې غوسې مې نږدي ورته خندلي وای، ښه وو چې رانږدي نه و که وای، نو که پر ده برلاسی نه وای ځان به مې ښه دربولی و ، وایې:

چپ شه ګل خانه، ماته له وړاندي معلومات وشول چې پنجابی ګل خان یې”.

(جوزف ګویبلز) د هټلر نږدي ملګری او له ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۶۵ پورې د هټلر د اطلاعاتو او پروپاګندو وزیر پاتي شوی و، هغه ویلي چې “دروغ وایه او دومره یې ووایه چې خپله شکي شي چې هسې نه رښتیا وي، نو هغه وخت کې به ستا دروغ د حقیقت په توګه ومني”.

نن سبا جنګونه د نظامي او میډیا په ډګر کې یو ځای روان دي،سل تنه ملکیان و وژنه، کته میډیا دا خبر مخفي وساته یا که میډیا و وایي چې ترهګر و؛ نو خلک به شاباسی درکوي. خو که میډیا وغواړي نو په غور ولایت کې د وژل شویو خرو خبر به هم په بي بي سي نشر شي.

د همدې میډیا له برکته یو نوی دود زموږ په وطن کې رامنځته شوی، سړی مړ کړه، ناموس بې ستره کړه، غلا وکړه، سړی اختطاف کړه، خو د پنجابي یا د ګل خان نوم ورکړه او سرې سترګې ګرځه.

لازمه نه ده چې هر سړی دي زما د نظر سره موافق شي، هر سړی خپل فکر لري، لویه دنیا ده، د ریاضي غوندي د دنیا په هر کونج کې د ټولو سوچ دی او دوه څلور راشي، خو متاسفانه ځینې داسي مسایل دي چې باید له خپلې نظریې او سوچ تیر شو او حق و وایو.

په ټویټر کې مې د شفیع اعظم او عصمت قانع بحث کتلو، د کندهار ښار یولسمې حوضې د عینو مینه سیمه کې د یوې خورکۍ پر ویډیو باندي بحث روان و، کومه کې چې عسکر ورته وایې” مخ لوڅ کړه ولم دي” او هغه خورکۍ فریاد ورته کوي چې “ما ووله خو مخ نه در ښکاره کوم لاسونه پښې به دي مچي کړم.”

دلته د عصمت قانع دا دریځ و چې ویډیو جعلي ده او د پاکستان په خواهش جوړه شوې ده، حال دا چې د هغه عسکر نوم او پلار نوم معلوم شول او ونیول شو او نن یې پلار هم رسنیو ته را څرګند شو. چې زما زوی د قضیې د اصلي مجرمینو پر ځای کښېنول شوی او اصلي مجرمین چې ښځه یې بې ستره کړې او پورته کړي اوس هم پر خپله وظیفه پاته دي.

تېر کال د پاکستان مهمند سیمه کې یوې میرمن یو پاکستانی عسکر په دې جرم ویشتلی و، چې د دې ناموس بې ستره کولو لپاره ور روان و، افغانانو په ټولنیزو شبکو کې وستایله، خپل ملاتړ یې ورسره ښکاره کړ او د مهمندۍ ملالۍ نوم یې ورکړ، خو د کندهارۍ خورکۍ کېسه بیا د پاکستان دسیسه شوه؟ د دې مظلومې او خوارکۍ خور نه یوازې دا چې چا ملاتړ ونه کړ بلکې دا یې د پاکستان دسیسه وبلله. نه پوهیږم د کندهار خورکۍ پښتنه،مسلمانه او افغانه نه وه که ولي د پاکستان دسیسه وبلل شوه؟

موده وړاندي همدې کندهار کې سپین ږیری جمعه خان فریاد کوي چې “د سرحدي پولیسو یوه عسکر کریم الله مې لومړی زوی په رینجر و وهلو بیا یې په توپانچه و ویشت شهید یې کړ، یوه اونۍ وروسته یې زما نږور وتښتوله، تادین ته ورغلم هغه ویل دا عسکر په لنګوټه کې راپریږده”، سبا که کریم الله طالبان مړ کړي درې رنګه بیرغ کې به نغښتی وی او ویل کیږي به چې تر شا یې د پاکستان لاس و.

باګرام او څرځي پله زندانونو کې مو خپله تر څلویښت زرو زیات هغه افغانان زنداني کړي چا چې د ناټو د یرغل پر ضد سپېڅلی پاڅون کړی، هغه له کاڼو نه دي پیدا شوي، کورنۍ لري،بچیان لري، انسان او بیا افغانان دي، لسګونه ځله ویډیو ګانې نشر شوي چې د عسکرو له لورې سخت شکنجه شوي؛ خو دلته وکیلانو کابل کې خیمه درولې، په امنه سیمه کې یې کمپله له ځانه تاو کړې ده او غواړي چې منظور پښتین راخلاص شي،خلک هم چکچکې ورته وهې خو دا پوښتنه څوک نه تر کوي چې دا خپلو زندانیانو دي څه جرم کړی؟ دا ټول د وطن دوښمنان دي؟ خپل ولایت کې دي څه حالت روان دی.او د خلکو د ستونځو د حل لپاره دي څه کړي؟

که حقیقت و وایو د میډیا د تبلیغاتو له وجې افغانستان کې دا یو فیشن کرځیدلی چې زه د پنجاب مخالف یم، سره له دې چې د وطن لپاره یې هیڅ نه وي کړي خو خلک اتل ورته وایي، لکه د کندهار جنرال عبدالرازق چې سلګونه افغان ځوانان یې شهیدان کړل، خو که کره معلومات یې شوې وای چې دغو سلګونو کې به شل تنه هم پنجابیان وو؟ فکر نه کوم چې ځواب به یې هو راغلی وای، کله چې دی ژوندی و، هغه وخت کې د بولدک دوه کلي <جهانګیر کلا> او <لقمان> د افغانستان له لاسه و وتل او د پاکستان برخه و بلل شوه، خو اوس یې خلک د < د خپلواکۍ اتل> په نوم یادوي. که د خپلواکې لپاره یې کوم خدمت کړی وی نو بیا ما هم درسره خبر کړئ.

نوره خبره ختموم باید ځان وپیژنو،بیا حقیقت د میډیا نه بلکې د حقیقت په سترګه وپیژنو ، منم چې ډیر خیانتونه راسره شوي، ډیر خلک مو پوروړي دي، خو باید هغه اور مړ کړو چې وطن مو پکې سوځیږي، په ناموس مو لوبې روانې دي، ځوانان مو کلیو کې کم او هدیرو کې زیات شول، وطن مو په ښارونو کې یو لوی روغتون او پوهنتون نه لري، خو د غرو په سرو او لیرې دښتو کې لوی پوځي مراکز لري، ځمکه او فضا کې تل یرغلګرو شور جوړ کړی،د خلکو تر سلو پردو شاته پټې اصلي څیرې وپیژنو، د میډیا په لاس کې د لوبیدو پر ځای حق وپیژنو او بیا حق ووایو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button