ناټو: افغانستان ته مو راتګ د دائمي حضور لپاره نه وه او نه دی

عزم(سه شنبه، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۸):د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، افغانستان ته د دې لپاره نه دي راغلي چې د تل لپاره یې اشغال کړي، بلکې په وینا یې چې دغه هیواد کې به د سولې تر برقراري پورې پاتې شي.
سټولټنبرګ چې نن یې په بروکسل کې د دغه سازمان تر غونډې وړاندې رسنیو ته خبر کولې  وویل: دوی د امریکې له استازي زلمي خلیلزاد سره په مستقیم تماس کې دي، مشورې یې ورسره دوامداره دي او کله هم چې د تګ پریکړه وشوه،« نو لکه څنګه چې یوځای راغلي وه، یوځای به وځوو او دا هیواد به پریږدو. »
ستولټنبرګ د افغان ځواکونو پر روزنه او حمایې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د بشپړې سولې تر راتګ پورې به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، ناټو هیله لري چې د امریکا او طالبانو تر منځ روانې خبرې ژر ترژره نتیجه ورکړي تر څودغه هیواد ته ژر سوله راشي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو لویدیځو رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر اخند امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ته خبرداری ورکړی چې که یې ژر ترژره د توافقنامې د لاسلیک نیټه ونه ټاکله، مذاکرات به لغوه کړي.؛ رسنۍ وایي، خلیلزاد ۴۸ساعته وخت اخیستی څو پر دې تړاو له خپل مشرتابه سره سلامشورې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button