خیالي کیسه: زرینه دوره، د زړونو ارمان

نصیب ځدراڼ

د سهار اته بجې وي،کابل ښار د ګردیز اډې سره له موټر څخه کوز شوم، سهارنۍ وږمې خورې وې. نری نری شمال لګیده،فضاء صفا ښکاریده. په یو وزارت کې مې څه کار درلود، ټیکسې مې ودروله ، ورته ومې ویل چې تر ……… پوري ځم .

ورسره کښیناستم، موټر روان شو. په لارو کې مې ماشومان ولیدل مکتبونو ته روان وؤ. خو د پتلون او نیکټایي پر ځای یي ساده افغانی د مکتب لباس اچولی وؤ.ځوانان کاروبارونو،،مزدوریو وظیفو ته روان وؤ.جینکۍ په څادریو او برقعو کې مدرسو او مکتبونو ته روانې وي. تر څو خپل منزل ته ورسیدم، د موټر څخه ښکته شوم .

بازار هغه پخوانی بازار نه وؤ، نه ښځې بې ستره ګرځیدلې، او نه لوپرانو او لوچکانو په بې شرمۍ سره ورته کتل. هر سړي په خپل کار بوخت وو. د سبزیو، میوو، خوراکي توکو، د هوټل خوراکونو، او همداشان د هر شي نرخونه د حکومت له طرفه مقرر شوې وؤ،د هر سړی په تندي کې له ورایه خوشحالي ښکاریده. هیڅ ډاراو خوف نه و. وزارت ته ورغلم، د پخوا غوندې تالاشي او سختي نه وه. مامورینو ته مې خپل کار بیان کړ . زه ویریدم چې څلور پینځه زره افغانۍ به وغواړي خو هیڅ مشکل مخې ته را نغی، مامورینو ښه چلند راسره وکړ او کار مې خلاص کړ بیرته راوتلم. زړه مې خوندورهوس او د خوښۍ احساس وکړ.

د حضوري چمن سره تیریدلم ځوانان لګیا وؤ د کرکټ لوبه یي کوله. لګ ورته کیناستم، چمن د سړیو ډک وو یوه ښځه هم هلته نه معلومیده. لوبه ښه په خوند سره روانه وه. راپاڅیدم ما ویل راشه لګ وخت شته وزیر اکبر خان او مکرویانو طرف ته لاړ شه، په لار کې د خارجي هیوادنو سفارتونه وؤ خو تالاشي خارجیانو نه بل کې افغانانو کوله.

نن حیران وم چې د ملي امنیت په نوم خلکوهم نه تنګولم، لکه پخوا به یي چې ویل چې د دي ځای څخه ځان اوباسه دلته خارجیان اوسیږي.هیڅ د پښتون،تاجک،فارسي بان،ازبک توپیر تعصب نه وؤ.ټول یو ځای او په خوښۍ ګرځیدل.

هلته په رسیدو د لمانځه وخت شو، ټول کاروبارونه او دفترونه بند شول، خلک د جوماتونو په طرف روان شول، جومات ته لاړم، لمونځ مې وکړ او بیرته سړک ته راووتلم، موټر ته مې لاس ورکړ، ورسره کیناستم، د موټر په راډیو کې خبرونه چالان وؤ. غوږ مې ورته ونیو. ویل یي “د پخواني حکومت هغه وزیران چې په قتلونو، غلو او اداري فساد او په نورو جرمونو ککړ و، د هغوی محکمه روانه ده که مجرم وپیژندل شي ژر به دوې ته سزا واورول شي” .

په ټیکسې کې ناست یو سړي اوویل چې موږ سخت خوښ یو چې دا خلک په خپله سزا ورسیږي.ویل یي؛ هم دغه رنګ ډیر قاضیان، وکیلان او هغه دولتي چارواکي هم په زندانونو کې بندي دي چا چې په تیر حکومت کې جرمونه کړي وو. سړي خپله خبره جاري وساتله ویل یي وروره په حالاتو کې ډیر بدلون راغلی، چې څه وخت وې کار خلاص کړم او کلي ته روان شم، په لاره کې هیڅ خطر نشته، نه دا ډار شته چې اربکیان به مو تنګوي، نه دا ډار شته چې موټر به څوک راڅخه وتښتوې.

دتره زوی مې راته ویل:هغه بې چیني نشته چې اوس به څوک زنګ راته وهي چې د فلاني په کور بمبار شوي، د فلاني په کور چاپه ده او په هیليکوپتر کې یی د ځان سره یوړو. نه د چورلکو غږ شته، نه د جیټ او بې پیلوټو طیارو غږونه شته د شپې بیغمه ویده شو او سهار هر سړی خپل خپل کار ته ځي.د کلي په اطرافو کې فابریکې لګیدلي. ډیر ځوانان هلته کار ته ورځی. ماشومان مکتبونو ته ځي. د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو زدکړې هم کوې. ډیر ښه مکتبونه جوړ شوي دی.

پدې خبرو خبرو کې کانټینټل هوټل ته راوسیدو، ښکلي او غټ عکسونه ورباندي لیګدلي وؤ. ورته ومې ویل دا څوک دي؟ په لارو کې مې نور هم دغه رنګ عکسونه ولیدل خو ومې نه پیژندل چې دا څوک وو؟. موټروان وویل دا هغه ځوانان دي چې کله امریکایانو زمونګ وطن نیولی وؤ دوې په دا هوټل برید وکړ او ګڼ شمیر یرغلګر یې وژلي وؤ او خپله هم شهیدان شوې وؤ. اوس د اسلامي امارت حکومت چې راغی نو دا پریکړه یي وکړه چې د دغو او د نورو ټولو هغو اتلانو چې د صلیبانو سره په جنګ کې یې خپل ځانونه قربان کړي د هغوې عکسونه به په ټول وطن کې لګوو.. تر څو یې همیشنی یاد وساتل شي او هم دا ځوانان وو د چا له برکته چې مونږ نن دا دآزادۍ ورځ ولیده او یو خپلواک شرعي حکومت راغی…

غږ مې واورید، له موټر راښکته شه،.زه روایښ شوم، د اردو عسکر و،بیا یې غږ وکړ ،”زر د موټر څخه راښکته شی،خارجیان غواړي چې د موټر تالاشي واخلي څنګ ته ودریږی او قطار جوړ کړې”

مونږ په قطار کې ودریدو،تر څو مولمبر راغی لاسونه مو پورته کړل او تالاشي شروع شوه زماوریښمین خوب یې راته په ځانګړي پریشانۍ واړوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button