پوهنې وزارت د ۵۴زره مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دی

عزم(پنجشنبه، ۲۴سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت وايي، لا هم په ګڼو ولایتونو کې زرګونه مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري او تراوسه د مسلکي ښوونکو له اړخه بسیا شوي نه دي.

د یاد وزارت مسوولین وايي، تر ۵۴زره ډېرو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري، چې نه‌شتون یې د ښوونې او روزنې کیفیت له ستونزو سره مخ کړی دی.

د پوهنې چارسمبالی وزیر میرویس بلخي وايي، په ټول هېواد کې تر ۵۴زره ډېرو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري او اوس هم داسې سیمې شته، چې یو مسلکي ښوونکی پکې نه پیداکېږي.

د بلخي په خبره، ډېره اړتیا یې د سیانسي مضامینو د ښوونکو په برخه کې ده او په دغه برخه کې تراوسه بسیا شوي نه دي.

اوس‌مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي فعال شوي دي او هر کال ترې زرګونه محصلان فارغېږي؛ خو په حکومت کې د شته اداري فساد او د ښوونکو ټیټ معاشونه د دې لامل شوی، چې ډېری خلک د ښوونکي دنده خوښه نه کړي او نورې دندې واخلي.

د ښوونې او روزنې د پوهنځیو سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې دارالمعلمینونه هم فعال دي او آن دغه لړۍ ولسوالیو ته هم غځېدلې ده او هر کال ترې زرګونه ښوونکي فارغېږي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۹مېلیونه زده کوونکي لري، چې د ۲۲۰زره ښوونکو له لوري ورته تدریس کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: