د سلواغې۲۶مه؛ هغه ورځ چې نړۍ یې راویښه او اسلامي روحیه یې پیاوړې کړه!

عنایت الله خاموش
له نن څخه ۴۱کاله پخوا، د داوود خان پر ضد د خلق دیموکراتیک ګوند غړو، چې د پخواني شوروي اتحاد د استخباراتي شبکې(K.G.B ) او کمونیست ګوند له لورې حمایه کېده او د کمونیزم پر مفکوره سمال ول، کودتاه وکړه. د دې ډلې د واک ته رسولو څخه موخه د کمونیزم د مفکورې پراختیا، د اسلامي مفکورې له منځه وړل او د پخواني جماهر شوروي لپاره شومو اهدافو ته د رسیدو لاره برابرول و. دوی د خپلو لاسپوڅو په وسیله مسلمان افغانان شهیدانول، شکنجه کول او بندیانول. دوی پر افغانانو هغه ظلمونه وکړل، چې په تاریخ کې یې ساری ډېر کم لیدل کېږي. دوی غوښتل له دې لارې خپل واک دوامدار او اسلامي عقیده وځپي.
خو له نېکه مرغه افغان مسلمان ملت یې په وړاندي یو موټی او په تش لاس یې د همدې مفکورې او پردیو لاسپوڅو پرضد علني جهاد پیل کړ.
داچې د غلامانو له وسه نه وه، چې اسلامي مفکوره له ماتي سره مخ کړي، نو یې له خپل بادار(پخواني شوروي اتحاد) څخه د مستقیمې مداخلې غوښتنه وکړه. ترڅو افغانان د زور او زر په وسیله له خپلې عقیدې واړوي، چې بلاخره روسانو د ۵۸ ۱۳کال د مرغومي پر ۲۶مه نېټه خپل ځواکونه پر افغانستان رامات کړل، ببرک کارمل د خپلو بادارانو پر ټانکونو سپور کابل ته راغی او امین یې له واکه لرې کړ.
په دغه دوره کې، چې کابو لس کاله یې په بر کې نیول، روسانو او د هغوی لاسپوڅو، د افغان مظلوم ولس په وړاندي هر ډول حربه وکاروله. عام وژنې یې وکړې، خلک یې ژوندي خښ کړل او بې شمېره نور، خو لله الحمد افغان میړني ولس د هر ډول ستونزو له ګاللو سره- سره، بیا هم له مبارزې لاس وانه خیست او د دوی پر ضد لکه غر ټینګ ودریده.
بلاخره افغان مجاهد ولس په دې وتوانید ترڅو د نړۍ ستر زبر ځواک مات، روسي اشغالګر د ۱۳۶۸ کال د سلواغې پر۲۶مه د اخیرنی عسکر جنرال بوریس ګروموف په ایستلو سره تور مخ د افغانستان له خاوري وتښتي او د امپراتوریو دغه هدیره یو ځل بیا د ازادۍ شمال ووهي.
نو دغه ورځ دي ټولو هغو خپلواکو، اتلو غازیانو، شهیدانو او افغان میړني ولس ته مبارک وي، چې پخوا یې هم د یرغلګرو په وړاندي مبارزه کوله او اوس هم د یوه بل اشغال او بلې مفکورې پر وړاندي په مبارزه بوخت او هر ډول قربانۍ ورکوي. انشاءالله ستاسو د ستړیاو، زحمتونو او مبارزو په برکت به یو بل ستر زبر ځواک هم پر ګونډو کېږي او له افغانستان څخه به خپلې پښې وباسي.
زیری درکوم، لکه څنګه مو چې تېرو قربانیو رنګ راووړ، اوسنۍ قربانۍ به مو هم بې ځایه نه ځي. له الله تعالی سره اوسئ، ترڅو الله تعالی درسره وي.
درنښت
د ودان، خپلواک، اباد، یو موتي او په اسلامي مفکوره د سمبال افغانستان په هیله!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button