مارک اسپر: هغه وخت رارسیدلی چې افغانستان ته د خبرو له لارې سوله راشي

عزم(یکشنبه، ۲۷ سلواغه ۱۳۹۸): د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي دي چې له طالبانو سره د جګړې د کموالي تړون خطرناک خو امید دی چې افغانستان ته سوله راوړي.

هغه ویلي دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې د کموالي او اوربند تړون به دېته لاره هواره کړي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و وځي.

هغه د بروکسل په ناسته کې و ویل: مونږ له طالبانو سره د جګړې پر کموالي توافق کړی، زمونږ د استازي او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، ډیر امید شته چې توافق ته ورسیږو، له تیرو څو ورخو راهیسې د کانګرس له غړو سره په دې خبره کوو چې څه ډوله دغه پروسه پر مخ بوځو او د ناټو غړیو هیوادونو سره مو هم خبرې اترې کړي دي.

هغه و ویل: هغه وخت رارسیدلی چې افغانستان ته د خبرو له لارې سوله راشي.

ځینو امریکایي سرچینو ویلي چې د یکشنبې په ورځ به له طالبانو سره دغه موافقتنامه اعلان شي او له دوشنبې ورځې څخه به د جګړې د کموالي نیټه شروع شي چې تر هغه لس ورځې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د یادونې وړ دی چې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له اشرف غني سره په لیدنه کې هغه قانع کړی تر حو له طالبانو سره له کړي تړون ملاتړ وښیي.

اسپر ویلي له غني سره مو یو ساعت په دې تیر کړ چې هغه طالبانو سره له کړي تړون ملاتړ وښیي او افغانان هم باید سره کښیني تر څو یوې جامعې سولې ته ورسیږو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button