کابل ښار کې یو صراف د نامعلومه وسلوالو له لوري وژل شوی
عزم(یکشنبه، ۲۷ سلواغه ۱۳۹۸): نن سهار اته نیمې بجې شاوخوا د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې نامعلومه وسلوالو یو صراف په ډزو وژلی دی
د کابل د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې پیښه سهار مهال دولسمې حوزې اړوند احمدشاه بابا مینې دوهمې حلورلارې ته څیرمه رامنځته شوې ده.
یاد دفتر ویلی چې د محمد یعقوب په نوم صراف هغه مهال و وژل شو چې د حبیب تاور سره پرې وسلوالو ډزې وکړې او نوموړی یې ځای پر ځای و وژلو.
پولیس وایي وسله وال په تیشته بریالي شوي، خو په پیداکیدلو پسې یې لټون روان دی.
د یادونې وړ دی چې په دې وروستیو کې کابل کې د غلو د مخنیوي لپاره عملیات هم په چټکی روان دي خو خلک وایي چې غله خپله پولیس دي.