تر دوستم وروسته، خلیلي او رباني د موازي حکومت جوړولو ګواښ وکړ

عزم (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸): وروسته تر هغه چې د اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم خبرداری ورکړ چې که د ټاکنو کمیسیون یې مشروعو غوښتنو ته پام ونه کړ او په درغلیو یې د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټیم واک ته ورساوه، دوی به د هیواد په شمال کې موازي حکومتي اداره اعلان کړي؛ تازه د سولې عالي شورا او د وحدت ګوند مشر کریم خلیلي او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني هم ورته ګواښونه کړي دي.

خلیلي په یوه اعلامیه کې ویلي، د جنرال دوستم له موقفه ملاتړ کوي او که چیرې انتخابات په درغلییزه توګه اعلان شول، د ثبات او همپالنې ټیم به د ډاکټر عبدالله په مشرۍ موازي حکومت اعلان کړي.

خلیلي ویلي، «د ټاکنیز ټیمونو له خوا په جعل او تقلب جوړه شوې پایله اعلانیږي، مونږ د خلکو د پاکو رایو اود خلکو د ملي ارادې په ملاتړ هڅه کوو یو ولسي منتخب حکومت د ډاکټر عبدالله په مشرۍ اعلان او په قاطعانه توګه یې ملاتړ وکړو.»

په عین حال کې د ډاکټر عبدالله د ټیم یوه غړي فضل احمد معنوي ګواښ کړی چې که ټاکنیزو ټیمونو همداسې خپلو چارو ته دوام ورکړ، دوی به یې هم پر وړاندې له هر ممکنه غوراوي کار واخلي.

د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم ویلي، که ټاکنیز تیمونه د خلکو واقعي رایو ته ارزښت ورنه کړي او تقلبي رایې باطلې نه کړي، نو به یې پر وړاندې جدي ګامونه پورته او د ډاکټر عبدالله په مشرۍ به د ثبات او همپالنې ټیم منتخب ولسمشر د اعلان لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

شنونکي وایي، ښایي بهرني سفارتونه له دې سوژې په استفادې سره د یوې بلې خپلمنځي جګړې د سناریو د تکرار هڅه کوي تر څو د نویمو کلونو په څیر بین الافغاني  ګډوډي ته لمن ووهي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: