د پاکستان په کویټې ښار کې چاودنې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

عزم(سه شنبه، ۲۸ سلواغه ۱۳۹۸): د پاکستان بلوچستان ایالت کویټې ښار پریس کلب مخې ته سرتیری برید شوی چې له امله یې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ویل کیږي چاودنه د جماعت اهل السنة ډلې پر کسانو هغه مهال شوې چې د پریس کلب مخې ته په راټولیدو وو.

د کویټې ښار د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه وایی چې چاودنه د سرتیري برید په واسطه هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټرسایکل سپور تن د پولیسو له خوا ودرول شو چې هغه ځان ته چاودنه ورکړه.

چیمه وایي برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي چې په وژل شویو کې درې پولیس شامل دي، څلور نور عام وګړي دي او ژوبل شوي کسان بیا ټول عام وګړي دي.

بلخوا بیا رویټرز خبري اژانس ته د سیمې د روغتون یو تن ډاکټر ویلي چې د پیښې له ځای ورته ۱۰ جسدونه او ۳۵ ټپیان وروړل شوي چې د ځینو روغتیایي حالت نازک دی.

د یادونې وړ دی چې په دې وروستیو کې د پاکستان په کویټه ښار کې چاودنې او بریدونه زیات شوي چې د ځینو مسئولیت بلوڅ بیلتون پالو منلی دی.
خو د دغه برید مسئولیت تر اوسه لا کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: