خبر او نظر…!!

 

1 – نیوزویک: افغانستان کې یو تن امریکايي تښتول شوی.

= تبصره:  ولی؟ دوی ته نه و ویل شوي: «چې بیا رو نشي»

 

2 – دیپلومات ورځپاڼه:  په دا شل کاله کې اروپا په افغانستان کې څه ترلاسه کړل؟

= تبصره: ډېرڅه: بدنامي، شکست، د سرومال زیان، د بې ګناه افغانانو وژل. نور هیڅ.

 

3 – سپینه ماڼۍ: افغانستان کې د تریاکو تولید ډېر شوی.

= تبصره: ورسره ولیکئ، اتلس کلني لاس ته راوړني.

 

4 – عبدالله عبدالله: د ټاکنو پایلې باید شفافې اعلان شي.

= تبصره: د ظالم بچیه! له خندا دې مړه کړو، «لا یې شفافي بولي»

 

5 – حبیب مجاهد: د غربي رسنیو په نزد خره مهم دي که انسانان؟

= تبصره: خره.

 

6 – د خوست والي: امریکايي وګړی له کابله تښتول شوی.

= تبصره: والی ځان به نه ښوروي، کابل وي که خوست، تا وستا بابا غني تښتولی، ستاسو هغه نیکه به یې لا پيدا کوي.

 

7 – عبدالله عبدالله: د طالبانو او امریکا توافق به بین الافغاني مذاکراتو ته لار  هواره کړي.

= تبصره:  بلکل، پرځای خبره ده، په دغه موقف کې دې پر غني بلا وګرځه.

 

8 – اشرف غني:  ایران زبان دري ازما دزدي کرد.

= تبصره: شما زبان را چه کار داري، شما خو (خرا) را دوست داري.  لري دې لمخي.

 

9 – خبر: د هرات او هلمند د عملیاتي او ځانګړې قطعو قومندانان وژل شوي.

= تبصره: ته صبر نور به هم ډېر ووژل شي، دا د ټرمپ ناصالې اولاده.

 

10 – ویډیو، د ارزګان والي: ولس اتیا سلنه حقوقي قضیې طالبانو ته وروړي.

= تبصره: اتیا نه، سل سلنه. والی سائب دروغ به نه وایی.

 

11 – رسنۍ: د کابل کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې.

= تبصره: د افغان وژني کار ډریورانو پر غاړه اخیستی، نور نو امریکایان دلته څه کوي، ولاړ دي شي.

 

12 – قدردانی عبدالله از همکاری های ایران در دوره جهاد و مقاومت.

= تبصره:  اتهام دزدي اشرفغني علیه ایران. در رابطه «زبان دري».

 

14 – رسنۍ: کابل کې د پاکستاني طالبانو دوه قومندانان په مرموز ډول وژل شوي.

= تبصره: د ارګغني خادیانو ته چې پیسې په لاس ورځي د خپلي مور پر خرڅولو او وژلو هم صرفه نه کوي.

 

15 – الاماره: په 2019م کال کې پرافغانانو څه تېر شول؟

= تبصره: د نړیوال او کورني سوله ساتي ځواک لخوا 7423 بمونه.

 

16 – ارګ: د هندوانو او سیکانو د معبدونو د بیا رغوني لپاره ۵۰میلیونه افغانۍ بودیجه تخصیص شوه.

= تبصره: د غم غني شي، جوماتونه بمباروي، مندرونه رغوي.

 

17 – د بشري حقونو کمیسیون: د هوایي بریدونو له امله ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې.

= تبصره: نه له تاسو چې ایله مو له افغان بشر سره خواخوږي وکړه. الله دې نور دا یرغلګر او د هغوی اجرتي قاتلان تباه کړي.

 

پای …….!

م ف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button