سږکال په لغمان کې د کبانو د روزنې ۴۰نوي فارمونه جوړېږي

عزم(سه‌شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال وايي، په لغمان کې د کبانو د روزنې فارمونه د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې ګڼ شمېر فارمونه جوړ شوي دي.

دی وايي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه «NHLP» ددې ولایت د کب روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار د کبانو ۲۰ فارم لرونکو ته د کب روزنې ۴۰ نوي فارمونه جوړوي.

د خوشحال په خبره، د کب روزنې د دغو ۴۰ نوي جوړېدونکو فارمونو ټولیز لګښت ۱۹ مېلیونه او ۳۳۴ زره افغانۍ دی، چې ددې ولایت اړوند ۲۰ فارم لرونکو ته جوړېږي.

نوموړی زیاتوي، روان کال په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یو شمېر پروژې په پام کې نیول شوي وې، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل وو.

دی وايي، د لغمان په مرکز مهترلام او ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې اته زره او ۱۵۶ هکټاره جبه زاره ځمکه شته، چې د کب روزنې فارمونو لپاره مناسبه ده.

لغمان ولایت کې د کب روزنې ۴۰ نوي فارمونه په داسې حال کې جوړېږي، چې په دې وروستیو کې د کب روزنې د پراختیا د هغې طرحې پر اساس، چې د کرنې وزارت له خوا چمتو او د اقتصادي عالي شورا له خوا تایید شوې ده، د فارمونو د جوړولو ترڅنګ، به تر دې وروسته د کرنې وزارت د کب روزنې د تکثیري فارمونو پر جوړولو ډېر کار کوی، تر څو د خصوصي سکټور لپاره د کب روزنې د ودې فرصتونه برابر شي.

د کرنې وزارت له خوا په ۱۳۹۹ یم کال کې د کب روزنې د څلورو تکثیري فارمونو جوړولو په پار ۴۵ مېلیونه افغانۍ ځانکړې شوې دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې،  په پام کې لري چې سږکال د کب روزنې ۸۰فارمونه جوړ کړي او د کبانو په برخه کې افغانستان پر ځان بسیا کېدو پر لوري مخکې کړي.

په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو او ۳۵۰ ته رسېږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، روزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې دي او له دغو فارمونو د کال څه باندې ۱۱زره او ۵۰۰ ټنه کبان تولیدېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button