که یې پرون د کمونیزم د نشریدو مخنیوی نه وای کړی؛ نن به د بې دینۍ مخنیوی هم نه کیدای!

 

دا خو یو څرګند حقیقت دی، چې ځینې مفکورې، نظریې او مذهبونه په لومړیو کې اوج ته رسیدلي، په خلکو کې يې زیات نفوذ کړی او ډېر پلویان یې موندلي، خو هغه وخت بيا خپل ارزښت له لاسه ورکوي، چې لارویان، مدافعین او د نظر خاوندان یې له نشرولو او تبلیغولو څخه ستړي او لاس په سر شي.

که وګورو په تاریخي لحاظ په نړۍ کې مختلفې مفکورې رامنځته شوې او په اوایلو کې یې ښه وده هم کړې؛ خلک یې د ځان لورته مات کړي او زیات پلویان یې موندلي، خو دا چې هغه هر څه د دنيوي اهدافو لپاره رامنځ ته شوي او يوازې پر ماده پرستۍ يې تمرکز کاوه، نو ژر یې خپل ارزښت بایللی او ملاتړ کوونکي او پلویان یې له لاسه ورکړي. د دې يو غوره مثال په وروستیو پېړیو کې کمونیزم مفکوره ده. چې په لومړیو کې یې ښه رشد وکړ، زیات بې شعوره او کم عقله انسانان یې جذب کړل، په نړۍ کې یې پراخي ریښې وکړې او په دې لړ کې یې د شلمې پېړۍ په ورورستیو کې آن افغانستان ته هم ريښې راوغځولې. دلته یې ځینې بې شعوره انسانان د کمونیزم په روحیه سمبال کړل. هغوی په لومړیو کې د دې مفکورې د ترویج لپاره زیاتې هلې ځلې وکړې. د هماغه وخت په حکومت کې یې زیات نفوذ وکړ او ډېر کسان یې د ځان کړل. په ازادانه او خلاص مټ یې، په ښکاره ډول د سمینارونو او غونډو په دایرولو سره، له اطرافو څخه ښار ته نوي تللي زلمي، له ځان سره ملګري کول او د کور، کالي، ډوډۍ تر شعار لاندي یې؛ د یوه ګوند په بڼه سره راټول او ځان یې پرې پیاوړی کړ. دا خلک په دې ترتيب ډېر ژر دومره پیاوړي شول چې د وخت د رژیم په وړاندې یې کودتاه وکړه او واک ته ورسیدل. واک ته له رسیدلو سره سم یې متدین افغانان، اسلامپاله قومي مشران او عالمان؛ بندیان، شهیدان او فرار کړل.

خو دا چې الحمدلله افغانان په اسلام مین، په کلکه عقیده سمبال او خپل دين ته ژمن خلک دي، تل یې پردۍ مفکورې غندلې او په مقابل کې یې دریدلي. نو د همدې مفکورې په وړاندي هم تر یوه اسلامي شعار لاندې سره راټول شول او د کمونیزم د مخنیوي لپاره یې فکري او فزیکي مبارزه پیل کړه. دوی د الله تعالی په مرسته په دې وتوانېدل؛ ترڅو د زیاتو قربانیو په ورکولو سره، له دغې مفکورې سره مبارزه وکړي او بالآخره شرموونکې ماتي ورکړي. دوی په حقیقت کې دغه نظریه په نړۍ کې له ماتې سره مخ کړه او افغان عالمانو د ممبر له لارې د اسلامي احکامو د تدریس لړۍ جاري وساتله او افغان ولس یې په اسلامي عقیده لا ښه ټینګ کړ.

هغوی د هیڅ ډول ستونزو پروا ونه کړه او د مدارسو له لارې یې په زرګونو نور علماء وروزل او په هیواد کې یې د اسلامي زده کړو او دعوت زیات مرکزونه جوړ کړل، چې د افغان غیرتي ولس د مرستو په برکت یې لا پیاوړتیا ومونده او هغه کسان چې په ناپوهۍ د کمونیزم لور ته اوښتي ول؛ بیرته یې د اسلام مقدس دین ته مراجعه وکړه او اسلام یې د برحقه دین په توګه ومانه.

نو د هماغو پخوانيو علماؤ او مجاهدينو په برکت نن د بېدینۍ د مفکورې په وړاندي مبارزه روانه ده او نږدې ده چې بریا ته ورسیږي.

که چېرته په هغه وخت کې همغو کسانو خپل اسلامي رسالت او وجیبه نه وای ادا کړې، نن به مو د مساجدو پر ځای سینماګانو، د کفر او الحاد د تبلیغ او ترويج مرکزونو، کلیساګانو او د فحشا مرکزونو ته مراجعه کولای.  که چېرته هغوی د الحاد او کمونیزم په وړاندې چوپ پاتې شوي وای، نن به مو د بیدینۍ په وړاندي مبارزه نه وای کړې او نه به له خپلې عقیدې خبر وای.

خو لله الحمد چې موږ د داسې پلرونو او نیکونو اولاده یو، چې موږ ته یې یوه مقدسه، کلکه او مظبوطه عقیده ساتلې او په میراث پرې ایښې. نو اوس چې یو ځل بیا افغان اسلامي امارت د بریا پړاو ته نږدې شوی، باید چې ټول پلویان یې لکه څنګه چې یې د کمونیزم مفکوره شنډه کړه، همداسي د بې دینۍ د مفکورې شنډولو لپاره هم هلې ځلې وکړي او خپله وجیبه ترسره کړي. راځئ د خپلو پلرونو او نیکونو کور وداني ووایو او خپلو اولادونو ته هم؛ همدا عقیده وساتو او ورته یې په میراث پریږدو!

عنایت الله خاموش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: