هغه انځور چې د میلیونونو افغانانو د مظلومیت ښکارندوی دی!

دا انځور د هغه ځوان دی، چې پرون یې د ننګرهار ولایت په سُرخرود ولسولۍ کې، د اشغالګرو په هوايي برید کې څو د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل.

دا انځور به په نړیواله میډیا کې د اجیرو رسنیو او ګوډاګي رژیم په حواله، د طالبانو یا هم د ګوډاګي رژيم او اشغالګرو د مخالفینو د حامي بلل کیږي. 

د دې انځور په لیدلو سره، سړي ته د کندهار، هلمند، میدان وردګ، کندز او… ولایتونو د هغه مظلومو هیوادوالو انځور سترګو ته ودریږي، چې د کورنۍ غړي یې د اشغالګرو په بریدونو کې شهیدان، ټپیان او اسیران شوي. خو هیچا یې نه غږ اورېدلی  او نه یې هم ورسره غمشریکي کړې؛ بلکې لا یې هم پسې تهدید کړي.

نو ایا هغه کسان چې اوس هم د دغه ډول جنایتکارانو ملګري دي او ورته لاري ښيي او خپل هیوادوال پرې شهیدانوي؛ د بښلو دي؟ ایا د دې ټولو ترسره کړیو جنایتونو حساب به ورسره ونه شي؟ ایا هغوی چې اوس هم لا د دغه ډول وحشتونو د دوام لپاره د اشغالګرو پر شتون ټینګار کوي او ورته زارۍ کوي، چې پاتي شئ او له موږ سره د افغانانو د عزت، دین، حقوقو او ناموسونو د ساتونکو په وړاندې جګړه کې مرسته وکړئ. هر څومره چې مو په وسه وي، هغومره مظلوم افغانان شهیدان کړئ، خو موږ یواځي مه پرېږدي. ځکه له تاسو پرته موږ نسو کولای د بیدیني اصل په خلکو تطبیق او خلک له اسلام څخه منحرف کړو؟.

د دې انځور په لیدلو سره د سړي زړه کې ورتېره شي، چې کاش زه ور نږدې وای او ورته ویلی مي وای، اې مظلومه وروره ستا د حقوقو مدافعین زیات دي. هغوی هر یو یې خپل سر نذرانه کوي، خو ستا غچ به له دغه انسان صفته ځناورو اخلي. هغوی به ستا او ستا په شان د نورو مظلومو کورنیو د شهیدانو له قاتلینو سره خاماخا حساب کوي او ستاسو غچ به ترې اخلي!

اې مظلومه وروره!

ستا معصومه او مظلومه څهره، د ټولو مظلومو افغانانو نمایندګي کوي او ستا په څېر یې خپل د کورنیو غړي او خپلوان له لاسه ورکړي.

 نو ته مه خپه کېږه؛ ځکه الله تعالی له موږ سره دی او یوه ورځ به ضرور همدغه اشغالګر له هیواده وزي او ګوډاګیان به یې د کمونیستي رژیم په څېر یا په عذرو زاریو ځان خلاصوي او یا به هم په نورو هیوادونو او سفارتونو کې پناه اخلي. ځکه دوی به نور افغانانو ته په مخه نشي ورتللی او نه به هم ورته دومره کس پاتي وي، چې دفاع یې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button