مسعود اندرابي: تر راتلونکو پنځو ورځو به جګړې کمې شي

عزم (سه شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۸): د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایی، د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون له مخې ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو پنځو ۵ ورځو د جګړو په شدت کې د پام وړ کموالی رامنځته شي.

نوموړي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، طالبانو له امریکایي لوري سره ژمنه کړې چې د تاوتریخوالي د کموالي په موده کې به له هر ډول، سرتیرو موټربم حملو، بمي بریدونو او نورو جګړو برخه کې به د پام وړ کموالی راولي.

سره له دې چې د کابل حکومت په مذاکراتو کې هیڅ نوعه حضور نه درلوده او ځواکونه یې جګړه کې هم په غوڅه توګه له امریکایي ملاتړ او قوماندې برخمن دي خو اندرابي وایي، د طالبانو لخوا د جګړو په کچه کې د کموالي راوستل د دوی مقاومت وه او خپلو عسکرو ته یې په خطاب کې وویل«ستاسو جګړې ددې لامل شوې چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو طرحه ومني»

نوموړي زیاته کړه، دوی کاملا د تاوتریخوالي د کموالي مودې ته چمتوالی لري او په دې برخه کې یې خپلو ځواکونو ته د بشپړ تیارسي امر کړی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button