ننګرهار کې د سناتور لطف الله ورور او دوه ساتونکی یې وژل شوي

 

عزم(چهارشنبه، ۲۹ سلواغه ۱۳۹۸):نن ماخوستن مهال د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د نامعلومه وسلوالو له لوري درې تنه په ډزو سره وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاألله خوږیاڼی وایي چې دغه پیښه د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند روښان مېنه کې رامنځته شوې ده.

خوګیاڼی وایي، نامعلومه وسله والو نن ماخوستن ۷ بجې شاوخوا د سناتور لطف الله ورور روح الله او د هغه دوه ساتونکي وژلي دي.

نوموړی زیاتوي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي، چې هلته یې یو عراده موټر، یو میل کلاشینکوف او دوه میله تفنګچې نیولي دي.
هغه وړاندې ویلي تر اوسه نه ده معلومه چې د پېښې عاملین څوک دي؛ خو په اړه یې پلټنې رواني دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button