د ټرمپ ټویټونو د امریکا د عدلیې وزیر استعفا ته اړ کړ

عزم(چهارشنبه، ۳۰ سلواغه ۱۳۹۸): د امریکا د عدلیې وزیر او لوی څارنوال ویلیم بار وایي به چارو کې یې ټرمپ د ټویټونو په توسط مداخلت کوي چې له امله یې استعفا ته تیاری نیسي.
واشنګټن پوسټ د لوی څارنوال ویلیم بار له قوله لیکلي چې ټرمپ د هغه بار بار غوښتنو سره سره بیا هم د دغه وزارت په چارو کې مداخلت کوي او د ټویټونو په واسطه یې چارې ننګوي.
تر دې وړاندې ټرمپ بیا په خپل ټویټري پیغام کې د ولیام بار د غوښتنو په اړه چې جنایی دوسیو کې باید مداخله ونه کړي ویلي وو چې دا کار یې قانوني حق دی.
واشنګټن پوسټ د دریو کره سرچینو په حواله لیکلي چې د عدلیې وزیر او لوی څارنوال د ټرمپ نږدې خلکو ته ویلي چې د ټرمپ ټویټونو استعفا ته اړ کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه موضوع یې مستقیما د امریکا ولسمشر سره شریکه کړې یا نه.
ویل کیږي چې شاید هغه دغه موضوع د ترمپ له نږدې کسانو سره له دې امله شریکه کړې وي تر څو ترمپ له خپلو لاسوهنو راوګرځوي.