ډاکټر عبدالله د ټاکنوکمیسیونونو کمیشنران ممنوع الخروج کړل

عزم(چهار شنبه، ۳۰سلواغه ۱۳۹۸): وروسته تر هغه چې اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه او د ټاکنو کمیسیون یې په غوڅ تقلب تورن کړ؛ تازه د اجرایه ریاست لخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایاتو کمیسیونونو کمیشنران او مشرانې ممنوع الخروج ګرځول شوې دي.


د ډاکټر عبدالله د ډلې یوه غړي فضل احمد معنوي ویلي، له دې ویرې چې د ټاکنو کمیسیون کمیشنران به له هیواده تیښته وکړي، د ډاکټر عبدالله لخوا د کورنیو چارو وزارت رهبري ته مکتوب استول شوی، ترڅو یادو کمیشنرانو ته اجازه ورنه کړي چې له هیواده ووځي.
په یوه بل تحول کې نن د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د جنرال دوستم په مشرۍ زرګونه کسان راوتلي او د ډاکټر عبدالله بریا لمانځي.

په عین حال کې د ډاکټرعبدالله لومړي مرستیال اسدالله سعادتي ویلي، ددوی ډله اوس د ځینو ولایاتو لپاره د والیانو پر ګمارنه بوخته ده تر څو خلک له ظلم او فساد څخه خلاص شي.
بلخوا بیا د جمعیت ګوند لخوا په یوه اعلامیه کې ډاکټر عبدالله ته د ولسمشري مبارکي ویل شوې او ویل شوي دي چې خلک هیله لري تر څو د عبدالله په مشرۍ ټولشموله حکومت وکولای شي روانې بې عدالتي او ستونزې لمنځه یوسي.

له دې ټولو سره سره تر اوسه هیڅ کوم بهرني هیواد یا سازمان نه ډاکټر عبدالله او نه هم ډاکټر غني ته د بریا مبارکي ویلې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: