ننګرهار کې د زخمي شوي عسکر مور د هغه د تداوي لپاره خیرات غواړي

عزم(چهارشنبه، ۳۰ سلواغه ۱۳۹۸): د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی واجد الله چې درې میاشتې وړاندې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د عسکري پر مهال په جګړه کې ټپي شوی وو، خو عسکرو کور ته همداسې په ټپي حالت کې وروړی وو.
د یاد عسکر مور وایي هیچا یې د صحت پوشتنه ونکړه، همداسې یې کور ته ورووړ اوس یې د تداوي لپاره په جوماتونو کې ځولۍ غوړوي او خیرات غواړي.
د یاد عسکر مور وایې یواځې څو ورځې د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کې بستر وو، چې وروسته و ویستل شو او همداسې یې کور ته ورووړ.
واجدالله بیا د ټپي کیدو امتیاز غواړی او وایی سمه درملنه یې نده شوې او له تیرو ۷ میاشتو راهیسې تنخواه هم نده ورکړل شوې.
هغه په اوشلنو سترګو او ژړغوني غږ وایي اخر د موجوده نظام لپاره یې قرباني ورکړې ده؛ خو اوس یې څوک درملنه هم نه کوي، په مور او پلار باندې بار ده، هغوی یې د درملنې لپاره سوالونه کوي.
د ننګرهار ولایت مرستیال والي وایي یواځې واجدالله نده بلکې څلور زره سرتیري د بودیجې د کموالي له امله له امتیازاتو اخیستلو بې برخې دي او دغه ولایت لا به دې برخه کې څه تخصیص نده راغلی.
د یادونې وړ دی چې د ننګرهار مرستیال والي د خبرو په تایید یواځې واجدالله نه بلکې زرګونه عسکر د تنخواه او امتیازاتو نه ورکولو څخه کړیږي، خو د لوړپوړو چارواکو زامن او کورنۍ بیا په بهرنیو هیوادونو کې مزې او چړچې کوي.