روغتیا وزارت: نړیواله ټولنه دې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

عزم(پنج‌شنبه، ۰۱کب، ۱۳۹۸ل): د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز وايي، د کرونا ویروس خپرېدل لا هم چټک روان دي او افغانستان نه‌شي کولی په کمو امکاناتو د دې ناروغۍ مخه ونیسي.

د فېروز په خبره، پرون یې په یوه بېړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه غونډه کړې وه او د دې ناروغۍ د مخنیوي په پار یې له نړیوالې ټولنې  د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دی وايي، د عامې روغتیا وزارت خپل فعالیتونه او اړتیاوې د کرونا ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې د غونډې له ګډون کوونکو سره شریک کړل او د دې غونډې له ګډونوالو یې د ډېرې همکارۍ هیله وکړه.

نوموړی زیاتوي، د کرونا ویروس د ټولې نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی او افغانستان لپاره ځکه ډېر ګواښ بلل کېږي، چې موږ د نورې نړۍ په پرتله ډېر کم امکانات لرو.

فېروز زیاتوي، په هوايي ډګرونو، بندرونو او پولو کې د مسافرینو لپاره د روغتیايي ډلو ګمارل، په کابل او ولایتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د قرنطین څانګې جوړول، د عامه پوهاوي لپاره کار کول او نور اړین کارونه یې ترسره کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت داسې مهال له نړیوالې ټولنې د ډېرې همکارۍ هیله کړې، چې تراوسه په افغانستان کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه ثبت شوې نه ده او چینايي چارواکي هم وايي، چې د دغه ویروس د خپرېدو مخه یې نیولې ده.

د کرونا ویروس د چین د ووهان ښار څخه د نړۍ ۲۰هېوادونو ته ورسېد او د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې هم ځینې خلک مړه کړل. په چین کې تراوسه له ۲زره ډېر کسان د دې ویروس له امله مړه شوي دي او زرګونه نور په روغتونونو کې بستر شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: