ډاکټر عبدالله اروپایي تولنې ته: یوه متقلب نوماند ته د مبارکي پیغام مو خواشینونکی دی

عزم(پنجشنبه، ۱کب ۱۳۹۸): وروسته تر هغه چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر” جوزف بوریل” اشرف غني ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړه، پر وړاندې یې اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله توند غبرګون ښوودلی دی.


ډاکټر عبدالله نن په یوه مکتوب کې چې د جوزف بوریل په ادرس یې خپور کړی ویلي «په خواشینۍ سره خبر شوم چې ستاسو له طرفه د تقلب کوونکي ټیم په ادرس د مبارکي پیغام خپور شوی، چې د افغانستان د ولسونو او انتخاباتي ټیمونو د توقع خلاف کړنه ده او د اروپایي ټولنې د بې طرفانه موقف خلاف څرګندونه کوي.په داسې حال کې چې، ناټو اتحاد په تیرو ۱۹کلونو کې د افغانستان د حکومت قوي ملاتړ کړی او د تیرو ولسمشریزو ټاکنو حمایت کونکی بنسټ هم پاتې شوی دی.»

د ډاکټر عبدالله  په مکتوب کې وړاندې راغلي«په خواشینۍ سره چې ټاکنیزو ټیمونو د یوه مشخص ټیم د تهدید او تطمیع پر اساس د ټولو قوانینو، انتخاباتي طرزالعملونو او د ولسواکي د اصولو پر خلاف یو تقلبي نوماند د لومړۍ دورې ګټونکی اعلان کړ چې د خلکو پاروونې یې رامنځته کړې دي. »

د عبدالله اعتراضیه مکتوب ته تر دې مهاله د اروپایي اتحادیې کوم چارواکي غبرګون نه دی ښوودلی.
بل لور ته نن د ډاکټر عبدالله په ملاتړ په فاریاب اوپنجشیر ولایتونو کې لویې ولسي غونډه رابلل شوې وې او ډاکټر عبدالله یې د نوي جمهور رئیس په توګه ګټونکی و باله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button