امریکا له طالبانو سره د تړون د لاسلیک نیټه اعلان کړه

عزم(جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې” له لسیزو شخړو وروسته، موږ او طالبانو په په ټول فغانستان کي د تاوتریخوالي او جګړو پر فوق العاده راکمولو باندي توافق وکړ.”

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي: د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د سولې موافقتنامه به د روانې “فبروري”میلادي میاشتې پر نهه ویشتمه ۲۹، چې د کب له لسمې نیټې سره سمون خوري، لاسلیک شي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، دمګړۍ د دغه تړون لاسلیک پر تیاریو بوخت دي.

مایک پمپیو ذد تاوتریخوالي د کچې راکمول مهم ګام بللی او له افغانانو یې غوښتي چې ملاتړ یې وکړي

بل لور ته د امنیت شورا ویلي چې نن شپه ۱۲بجې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړو د کموالي اووه ورځنی بهیر پیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button